ستاسې غږ: سيمه ييزه ادارو ته د زيات واک سپارلو تگلاره

Image caption حکومت په داسې وخت کې داتگلاره منظوره کړې ده چې مرسته کوونکي هېوادونه غواړي د واليانو واک ډير او په دې ډول په مرکز کې د قدرت تمرکز کم او واليان وکولى شي د بيو راکراسۍ له پړاوونو تېرېدو بغير په چټکۍ پروژې پلې کړي.

افغان حکومت سيمه ييزو ادارو ته د زيات واک ورکولو په تړاو يوه نوې تگلاره منظوره کړې ده .

د وزیرانو شورا ددغې پرېکړې ترمخه د والې پرته نورټول ولایتې چارواکې به غیر سیاسی وی او دازاد ې سیالۍ له مخې به ټاکل کیږی.

ددغې پالیسۍ په اساس څه دپاسه ۲۵ په سلو کې صلاحتونه ، مسولیتونه ، او د دولتې سرچينو د کارونې اختيار سیمیزو ادارو ته سپارل کیږی. حکومت په داسې وخت کې داتگلاره منظوره کړې ده چې مرسته کوونکي هېوادونه غواړي د واليانو واک ډير او په دې ډول په مرکز کې د قدرت تمرکز کم او واليان وکولى شي د بيو راکراسۍ له پړاوونو تېرېدو بغير په چټکۍ پروژې پلې کړي.

د سيمه ييزه ارگانونو اداره وايي چې دوى به په دې کې بشپړ شفافيت باوري کوي. تاسې څه فکر کوئ ايا په اوسنېو شرايطو کې افغانستان کې شونې ده چې په سيمه ييزه کچه چارواکي وټاکل شي، په اوږدې مودې کې ېې افغانستان ته گټه څه وينئ. که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرئ په برېښنا ليک

Pashto@bbc.co.uk ېې راواستوئ يا هم د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال په ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ زنگ راووهئ.