په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

IEC: د ملي شورا راتلونکو ټاکنو ته چمتووالی نيسو

Image caption د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي دوى د ملگرو ملتونو هر گټور وړانديز ته هر کلى وايي خو د چا فرمايشونه نه شي منلاى .

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون نن د ملي شورا د راتلونکو ټاکنو د تياريو او مهال ويش په اړه معلومات ورکړي .

دغه چارواکي وايي چې په کمييسون کې د اصلاحاتو په موخه يې خپل شپږ زره موقتي کارکوونکي هم په تور لست کې راوستي او له دندو يې گوښه کړي دي.

همدا راز يې د خپلو ټولو ولايتي دفترونو مشران ادل بدل کړي دي.

په دې وروستيو کې په کابل کې د ملگرو ملتونو دفتر هم تر ټاکنو مخکې په کميسيون کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي دوى د ملگرو ملتونو هر گټور وړانديز ته هر کلى وايي خو د چا فرمايشونه نه شي منلاى .

زموږ همکار مصطفى سالک د ټاکنو د خپلواک کميسون له وياند نور محمد نور سره مرکه کړې او په پيل کې يې ترې پوښتنه کړې ده چې کميسون يې نن د ويل لپاره نوي څه لري .