افغانستان کې۳۳ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيستل شول

ښوونځی په افغانستان کې
Image caption د رسمي شمېرو له مخه دا مهال په افغانستان کې ٤١٢ ښوونځي تړل شوي دي چې له دې ټولگې څخه ډېر يې په نا ارامه سويلي او سويل ختيځو ولايتونو کې دي، چې دې چارې ٢٠٠ زره ماشومان د زده کړې له نعمته بې برخې کړي دي .

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې د ١٣٨٩ لمريز کال له نوي ښوونيز کال راهيسي يې د هيواد په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ٣٣ داسې ښوونځي پرانيستي دي چې پخوا د نا امنيو له کبله تړل شوي وو.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې د ١٣٨٩ لمريز کال له نوي ښوونيز کال راهيسي يې د هيواد په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ٣٣ داسې ښوونځي پرانيستي دي چې پخوا د نا امنيو له کبله تړل شوي وو.

د پوهنې وزارت د رسنيو د څانگې مشر محمد اصف ننگ بي بي سي ته وويل چې دا ښوونځي يې د قامي مشرانو په منځگړتوب پرانستي دي، خو ښايي دا لامل هم په کې اغيز ولري چې په ځينو سيمو کې د خبرونو له مخه وسلوالو مخالفانو د ښوونځيو له تړلو لاس اخيستى دى.

لا هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جلا جلا لاملونو له کبله ٤١٢ ښوونځي تړلي دي چې له کبله يې زرگونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوې دي.

د سړو سيمو د نوي ښوونيز کال له پيل راهيسې چې ايله څو ورځې يې تيرې دي،دافغانستان د پوهنې وزارت د پام وړ بريو خبره کوي،د پوهنې وزارت د رسنيو د برخې مشر محمد اصف ننگ وايي چې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې يې په لسگونو داسې ښوونځي بيرته پرانستي دي چې پخوا د بيلابيلو لاملونو او په ځانگړي ډول د نا امنيو له امله تړلي وو :

Image caption د افغانستان د پوهنې وزارت وايي په ١٣٨١ لمريز کال کې تر يو ميليون لږ ماشومان ښوونځيو ته تلل او د ښوونځيو شمېره درې زرو ته رسېده، خو اوس نژدې ٧ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي او د ښوونځيو شمېره ١٢٠٠٠ زرو ته رسېږي.

((د ۱۳۸۹ له پيل څخه موږ د هلمند په نادعلي او مارجه ولسواليو کې اته ښوونځي بېرته پراڼیستل، په ګرمسير ، خانشين کې مو هم نور ښوونځي پرانيستي، د کندهار په ملا علي سيمه کې هم دوه لېسې بېرته پرانیستل شوې، د غزني په ناوې او واغز کې ۱۸ نوراو د لوګر په خروار کې يوه مدرسه، په زابل کې دوه ښوونځي او پکتيکا کې څلور ښوونځي پرانيستل شول.))

ښاغلي ننگ وويل چې د نويو پرانستل شويو ښوونځيو شمېره ٣٣ ته رسېږي، چې دغه پرمختگ ٦٠٠٠ زده کونکي ښوونځيو ته د ورتلو جوگه کړل، چې د پوهنې وزارت د چارواکوي په وينا ډېرې يې نجونې دي .

ښاغلى ننگ وايي چې د قامي مخورو په مرسته ددغه شمې تړل شويو ښوونځيو د بېرته پرانيستلو جوگه شول خو دا خبر هم بې اغېزه نه بولي چې د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې طالبانو له ښوونځيو سره مخالفت پرېښى دى.

۴۱۲ تړلي ښوونځي

د ١٣٨٩ لمريز ښوونيز کال تر پيل وروسته ولسشمر حامد کرزي په يوې غږيزې وينا کې له طالبانو غوښتي وو چې له ښوونځيو سره مخالفت پرېږدي او ښوونې روزنې ته وده ورکړي .

د رسمي شمېرو له مخه دا مهال په افغانستان کې ٤١٢ ښوونځي تړل شوي دي چې له دې ټولگې څخه ډېر يې په نا ارامه سويلي او سويل ختيځو ولايتونو کې دي، چې دې چارې ٢٠٠ زره ماشومان د زده کړې له نعمته بې برخې کړي دي .

خو د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې له شتو خنډونو سره سره د ښوونې او روزنې په برخه کې پام وړ پرمختگ شوى دى .

وايي په ١٣٨١ لمريز کال کې تر يو ميليون لږ ماشومان ښوونځيو ته تلل او د ښوونځيو شمېره درې زرو ته رسېده، خو اوس نژدې ٧ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي او د ښوونځيو شمېره ١٢٠٠٠ زرو ته رسېږي.

ورته مطالب