د م. م لخو د افغانستان له روغتيا سره ۳۹ ميليون ډالر مرسته

ډالر
Image caption ټاکل شوې دغه پروګرام د افغانستان د ملي پرمختیایي تګلارې سره په سمون کې او د افغان حکومت په همکارۍ، د راتلونکو څلورو کلونو په موده کې بشپړ شي.

ملګرو ملتونو له افغان حکومت سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق UNFPA له افغانستان سره د روغتيا، سرشمېرنې او جندر په برخو کې د نژدې ۳۹ میلیون ډالرو مرسته کوي.

د چارواکو په وینا په لومړي سر کې به یې فعالیتونه د افغانستان له مرکزي ولایتونو پیل کړي، خو په راتلونکې کې به یې لمن د دغه هېواد نورو سیمو ته هم وغځوي.

د دغه تړون له مخې به د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق UNFPA له افغانستان سره د روغتیا په ځانګړي ډول د کورنۍ د تنظیم، سرشمیرنې او د gender equality یا د نارینه او ښځې ټولنیزې برابرۍ په برخو کې د 38.8 میلیون ډالرو مرسته کوي.

ټاکل شوې دغه پروګرام د افغانستان د ملي پرمختیایي تګلارې سره په سمون کې او د افغان حکومت په همکارۍ، د راتلونکو څلورو کلونو په موده کې بشپړ شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازی هاري هوکمن وایي د پروګرام موخه د یو لړ هغو معلوماتو او اسانتیاوو برابرول دي چې افغانان ورځینې بې برخې دي، په ځانګړې ډول د روغتیا په برخه کې:

(( دا پروګرام د نفوسو د کنټرول لپاره نه دی، دا د هغو آسانتیاوو او معلوماتو برابرول دي چې خلک وتوانیږي په آزاده توګه پریکړه وکړي، څه وخت او څومره ماشومان ولري. موږ غواړو ډاډه شوه هیڅ میرمن د زیږون پرمهال ونه مري، هېڅ ځوانه نجلۍ له وخته وړاندې امیندواره نشي، موږ غواړو میرمنې وکولی شي د زیږیدونو ترمنځ واټن رامنځ ته کړي. خلکو ته په دې پوهیدل مهم دي هغه ماشوم ته چې دنیا ته راځي پاملرنه ورته په کار ده، او یو لوستی او با اخلاقه ماشوم ټولنې ته وړاندې کړي.))

Image caption د افغانستان په زياتره ليرو کليوالو سيمو کې روغتيايي اسانتياوې نه شته.

د چارواکو په وینا په افغانستان کې د وګړو د ډیریدو سلنه لوړه ده، چې کچه یې په کال کې شاوخوا 3 په سلو کې ده.

اوسمهال د افغانستان د وګړو کره شمیره په لاس کې نشته خو د خپرو شوو شمیرو له مخې یې د نفوسو شمیر شاوخوا دیرش میلیونه اټکل کیږي.

دوه برابره نفوس

چارواکي وایي که خلک د زیږون تر منځ واټن په پام کې ونه نیسي تر راتلونکو شاوخوا ۳۰ کلونو به د افغانستان نفوس د اوس په پرتله دوه برابره شي، چې دا به کیدای شی د دولت لخوا د هغوی لپاره د روغتیایي، ښوونې او روزنې او نورو لازمو اسانتیاوو د برابرولو چاره له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي.

د رسمي شمیرو له مخې افغان میرمنې په اوسط ډول نژدې اوه ماشومان زیږوي.

خو دا په داسې حال کې ده چې روغتیایي ستونزې هم په دې برخه کې له مهمو ننګونو بلل کیږي او په هر نیم ساعت کې یوه میرمن په افغانستان کې له امیندوارۍ سره د تړلو ستونزو یا زیږون پرمهال مړه کیږي.

د چارواکو په وینا یاد شوی پروګرام به په لومړي سر کې د افغانستان له مرکزي ولایتونو پیل کړي خو وروسته به یې لمن د دغه هېواد نورو سیمو ته هم وغځوي.

ورته مطالب