انډپنډنټ: د افغان پوليسو څلورمه برخه دندو ته نه حاضرېږي

افغان پوليس
Image caption ټاکل شوې ده چې په راروانو څو کلونو کې د افغان پوليسو شمېره دوه برابره شي يانې ۱۶۰ زرو ته به ور رسېږي.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت د ځينو برتانوي رسنيو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د افغان پوليسو له څلورو برخو څخه يوه يې دندو ته نه حاضرېږي خو تنخواوې يې حواله کېږي.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري دا راپورونه په کلکه رد کړل او ويي ويل چې ددغه راپور په اړه به پلټنې وکړي.

پر افغان پوليسو دغه تور د بريتانوۍ ورځپاڼې انډيپنډنټ په تازه گڼه کې لږول شوى دى چې وايي د ځينو برتانوي سرچينو نه د تر لاسه شويو معلوماتو پر بنسټ يې دا راپور چمتو کړى دى .

هغه معلومات چې گواکې د برتانوي د بهرنيو چارو له وزارته يې برتانوۍ ورځپاڼې ته درز کړی دی، د افغان پوليسو په اړه يې يو لړ اندېښنې پيدا کړي دي .

په دغه راپور کې ويل شوي دي چې د افغان پوليسو له څلورو برخو څخه يوه يې دندو ته نه حاضرېږي خو تنخواوې يې حواله کېږي.

ورځپاڼې د يوې برتانوۍ حکومتي سرچينې له خولې ليکلي که دغه تورونو ته وکتل شي نو د مسلکې بې پرې او حساب ورکونکې پوليسو جوړول به ډېر وخت واخلي .

د افغان پوليسو په ليکو کې خپله ځينې پوليس هم دا مني چې په جوړښت کې د پوليسو نومونه شته او پوليس نشته.په دوى کې دوو تنو يې په خپلو ليکو کې ددغې ستونزې شتوالې ومنه

دغه پوليس وايي چې کوم پوليس فزيکي وجود نه لري او نومونه يې د پوليسو په توگه ليکل شوي دي تنخواوې يې په نا قانونه توگه د ځينو چارواکو جيبونو ته لويږي.

د کورنيو چارو وزارت يو پخوانى چارواکي او د ولسي جرگې د کورني امنيت د جرگگۍ غړى جنرال هلال الدين هلال وايي چې دا چاره د طالبانو تر نسکوريدو وروسته پيل شوې وه او اوس هم تر يوه ځايه روانه ده.

ښاغلي هلال وويل هغه مهال چې نوموړي د کورنيو چارو وزارت په وزارت کې دنده درلوده هڅه پيل کړه چې د يادو شويو قومندانانو پر ځاى روزل شوي پوليس وټاکي چې دې کار ښې پايلې لرلې خو وايي دا ستونزه اوس هم په عامه پوليسو کې څه نا څه پاتې ده.

Image caption پر افغان پوليسو داسې مهال نيوکې کيږي چې نړيوال او افغان حکومت او نړيواله ټولنه د افغان پوليسو د ښې روزنې او په وسمهالو وسلو د سمبالښت غوښتونکي دي.

دا مهال افغانستان شا وخوا ۸۰ زره پوليس لري نو که د برتانوي رسنيو دا خبره سمه وي چې له څلورو برخو نه يوه يې شتون نه لري خو تنخواوې يې حواله کېږي نو مانا به يې دا وي چې د ۲۰ زرو پوليسو لگښت په اوبو لاهو کېږي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت دغه تورونه بې بنسټه بولي. د ياد شوي وزارت وياند زمري بشري بي بي سي ته وويل چې دغه راپورونه سم نه دي او دوى به يې د کره والي په اړه ځانگړې پلټنې هم وکړي:

" زموړ ارزونې ښيي چې زموږ ٩٧ په سلو کې پوليس پر خپلو دندو بوخت دي او عملاً زيان مندونکو ځايونو کې شته والى لري ، نو د داسې راپور خپرېدل چې ٢٥ په سلو کې پوليس حضور نه لري اوگويا روح يې معاشونه اخلي دا يوه بې ځايه خبره ده، د کورنيو چارو وزارت د لاسوندونو او شواهدو په رڼا کې دا تور په کلکه ردوي . "

پر افغان پوليسو داسې مهال نيوکې کيږي چې نړيوال او افغان حکومت او نړيواله ټولنه د افغان پوليسو د ښې روزنې او په وسمهالو وسلو د سمبالښت غوښتونکي دي.

ټاکل شوې ده چې په راروانو څو کلونو کې د افغان پوليسو شمېره دوه برابره شي يانې ۱۶۰ زرو ته به ور رسېږي.

ورته مطالب