په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له قريب الرحمن سعيد سره د بي بي سي مرکه

د افغانستان پلازمینې کابل ته راغلي د اسلامي حزب پلاوی وایي چې که د سولې خبرې اترې پرمخ ځي، نو دوی چمتو دي چې خپل ځینې شرطونه نرم کړي.

د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب پلاوي د خپل مشر په استازیتوب د افغانستان د اوسني کړکېچ د هواري په نیت د ۱۵ مادو یو پلان راوړی چې مهمې غوښتنې یې په یو کال کې د ننه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو ایستل او همداراز د افغانستان په اساسي قانون کې د ځینو بدلونونو راوستل دي.

دوی وایي: طالبان هم تر ډیره حده د دوی له دې پلان سره هم نظره دي او زیاتوي چې د پاکستاني چارواکو لخوا د ملا عبدالغني برادر په ګډون د یو شمیر طالب مشرانو نیونه د سولې پر بهیر منفي اغیز کوي.

د ګلبدن حکمتیار په مشری د اسلامي حزب، حکومت مخالفې ډلې شپږ کسیزه پلاوی له تیرو څو اوونیو راهیسې په کابل کې دی او تر دې مهاله یې د ولسمشر کرزي په ګډون د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې له استازو سره هم خبرې کړې دي.

په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر داود اعظمي د اسلامي حزب د پلاوي له یوه جګپوړي غړي قریب الرحمن سعید سره د سولې د بهیر په اړه ځانګړې مرکه کړې او لومړی یې پوښتلي چې دوی دا مهال ولې د سولې د خبرو لپاره مناسب ګڼي.