افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو تلفات مخ پر ډېرېدا دي

وژل شوي امريکايي پوځيان
Image caption افغانستان کې د امريکايي پوځيانو تلفات مخ پر ډېرېدو دي.

سږ کال (۲۰۱۰) په افغانستان کې د امريکايي او برتانوي پوځيانو مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله زياته شوې ده .

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د امريکا د دفاع وزارت د رپوټ پر بنسټ ويلي، د روان ۲۰۱۰ کال په لومړيو درو مياشتو کې افغانستان کې ۷۷ امريکايي پوځيان وژل شوي .

رپوټ کاږي چې تېرکال په لومړو درو مياشتو کې افغانستان کې ۴۱ امريکايي پوځيان وژل شوي ول .

امريکا غواړي چې افغانستان ته نور سرتېري واستوي او په نارامه ولايت کندهار کې د وسله والو پرضد نوي عمليات پيل کړي.

د امريکا دفاع وزارت وايي چې يوازې په روانه مارچ مياشت کې افغانستان کې ۲۰ امريکايي عسکر وژل شوي، چې تېرکال په مارچ کې ۱۳ پوځيان وژل شوي ول .

د رپوټونو له مخې، په تېرو (جنوري او فبروري) مياشتو کې افغانستان کې ۳۸۱ امريکايي پوځيان ټپيان شوي ول، چې دا شمېره د تېرکال په لومړيو دوو مياشتو کې ۸۵ وه .

تېره مياشت د امريکا د لويو درستيزانو د جرګه ګۍ مشر اميرالبحر مايک مولن ويلي وو چې سږ کال به افغانستان کې تر ټولو خونړی او سخت وي .