ماين پاکي: د ماينونو له امله په تلفاتو کې ۶۰٪ کموالی راغلی

ماين پاک
Image caption د چارواکو په خبره د افغانستان په ماینونو پوښلي سیمي تر ډېره د هېواد په شمال او جنوب ختیځ کې دي.

د افغانستان د ماین پاکۍ مؤسسه وایې د تېرو دوو کلونو پرتله سږ کال د ماین او نورو چاودېدونکو توکو له کبله د مرګ ژوبلې کچه څه باندې ۶۰ په سلو کې ټیټه شوې ده.

دوی وایې د روان میلادي کال له پیله په یوې میاشتې کې له ماینونو څخه شاوخوا ۴۰ تنه زیانمن شوي چې دغه شمېره دوه کاله وړاندې په میاشت کې ۱۵۰ ته رسېده.

په دې وروستیو کې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې ماینونه یوه لویه ننګونه ګنل کېږي چې د راپورونو له مخې په روانو جګړو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو لوی لامل د سړک د غاړې او یا نورو لېرې پرتو سیمو کې ځای پر ځای شوي ماینونه دي.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ د مرکز مسؤول محمد حیدر رضا وایې په ليرې پرتو سیمو کې د دوی د فعالیت له کبله تر ډېره ماینونه او چاودېدونکي توکي شنډ شوي دي.

ښاغلی رضا وایي د تېرو دوو کلونو کې په پرتله د ماینونو او چاودېدونکو توکو له کبله په عمومي ډول د مرګ ژوبلې کچه په سلو کې څه باندې ۶۰ را ټیټه شوې ده:

''په منځني ډول د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو له کبله د قربانیانو شمېره درې کاله وړاندې په میاشت کې ۱۵۰ تنه ول خو اوس ددغو قربانیانو شمېره په میاشت کې ۴۰ ته راټیټه شوې ده. نو ویلای شم چې د درې کاله وړاندې په پرتله په دغې کچې کې تر ۶۴ فیصده پورې کموالی راغلی دی. ''

د ماین پاکۍ د مؤسسې چارواکي وایې هڅه یې دا ده چې په هغو سیمو کې چې د ماینونو وېره پکې ډېره ده، د هماغو سیمو خلک د ماینونو د پاکولو د پروژو لپاره وروزي او زیاتوي چې له همدې تجربې څخه یې په تېرو وختونو کې هم ښه ګټه اخستې ده.

دی وايي ترډېره په جنوبي سیمو کې امنیتي ستونزې دددوی د فعالیتونو مخه نیسي.

ښاغلی رضا زیاتوي په روان او راتلونکي میلادي کال کې په پام کې لري چې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ کیلو متر مربع سیمه له ماینونو پاکه کړي .

دده په خبره اوس مهال په ټول افغانستان کې په شاوخوا ۶۰۰ کیلو متره مربع مځکه کې لا هم ماینونه او چاودېدونکي توکي شته.

خو دی وایې ددغو ماینونو د پاکولو په برخه کې تر ټولو لویه ستونزه د بوديجې ده . ښاغلی رضا وایې یوازي د دوو راتلونکو میلادي کلونو د پروژو د پلی کولو لپاره ۲۴۲ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري خو په وینا یې د یو شمېر مرستندویه ټولنو له لوري د سلو میلیونو ډالرو مرستې ژمنه ورسره شوې ده.

Image caption د اسلامي هېوادونو د سازمان د پرېکړې له مخې ټاکل شوې چې د غزني ښار د ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه ونوموي.

دی زیاتوي که ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته ورسره وشي، نو په راتلونکو شاوخوا پنځو کلونو کې به په ټول هېواد کې د ماینونو ستونزه په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي:

''انشاء الله موږ کولای شو په پنځو یا شپږو کلونو کې دغه سیمې له ماینونو پاکې کړو په دې شرط چې بوديجه راورسېږي. موږ ددې کار لپاره تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو پورې بوديجې ته اړتیا لرو. ''

د چارواکو په خبره د افغانستان په ماینونو پوښلي سیمي تر ډېره د هېواد په شمال او جنوب ختیځ کې دي.

د اسلامي هېوادونو د سازمان د پرېکړې له مخې ټاکل شوې چې د غزني ښار د ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه ونوموي.

د ماین پاکۍ د ادارې چارواکي وایي د وخت د رالنډېدا له کبله په پام کې لري چې د غزني ښار د ماینونو پاکول د خپلو کارونو په لومړیتوب کې راولي.

ورته مطالب