په هلمند کې چاودنې ۱۳ ولسي وګړي ووژل

هلمند
Image caption هلمند د افغانستان تر ټولو نارامه ولايت ګڼل کېږي.

د هلمند ځايي چارواکي وايي لښکرګاه ښار ته څېرمه د نهر سراج ولسوالۍ د کوپه په بازار کې چاودنې لږ ترلږه ۱۳ولسي وګړي ووژل او ۴۵ نور يې ټپيان کړي.

چاودنه نن (چهارشنبه، د مارچ ۳۱مه) غرمه شاوخوا يوولس بجې پر داسې مهال وشوه، چې يوې بهرنۍ مؤسسې په باباجي کې بزګرانو ته تخمونه او کيمياوي سرې وېشلې.

د هلمند د والي وياند داود احمدي بي بي سي ته وويل په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي، خو رپوټونه وايي چې په بريد کې لږ ترلږه ۱۷ تنه وژل شوي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت بي بي سي ته په يوه رالېږلې ويناپاڼه کې ويلي چې په چاودنه کې اته ولسي وګړي وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان دي.

خبرپاڼه زياتوي چې وژل شوي او ټپيان ولسي وګړي ول، چې بازار ته د پېر او پلور لپاره راغلي ول.

ځايي چارواکو ويلي چاودنه پر يوه بايسکل د تړل شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې، چې له ليرې کنټرولېده.

تر اوسه د بريد پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې.

داود احمدي ویي چاودنه په يوه مارکېټ کې وشوه، چې زياتره بزګران د برتانوي حکومت لخوا د وړتيا تخمونو د ترلاسه کولو لپاره راغونډ شوي ول.

دا تخمونه دوی ته د کوکنارو د نه کرلو په مقابل کې ورکول کېدل.

لومړنیو رپوټونو ويلي وو چې په چاودنه کې ۱۷تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

په کابل کې مېشتو ايساف ځواکونو بي بي سي ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي په چاودنه کې کې ۳۵ ولسي وګړي ټپيان شوي، چې د يو شمېر روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

Image caption مایک مولن: ''کندهار د مارجې په څېر نه د، موږ پوهېږو چې په دې عملیاتو کې به له لویې ننګونې سره مخامخ شو، خو هڅه به مو دا وي چې عمليات بريالي پای ته ورسېږي.''

ايساف وايي چې د بريد لامل نه دی مالوم، خو په اړه يې پلټنه روانه ده.

نهر سراج لښکرګاه او مارجې ته څېرمه په هلمند کې له نارامه سيمو ګڼل کېږي.

د مارچ پر ۲۱مه هم د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې يوه ځانمرګي بريد لږترلږه لس ولسي وګړي ووژل او اووه نور يې ټپيان کړل.

که څه هم د بريد موخه د ملي ادو يو ګاډی و، خو هغه تر بريد وړاندې له سيمې تېر شوی و .

څه باندې يوه مياشت وړاندې په باباجي او مارجه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات وشول، چې ويل کېږي لاتر اوسه دوام لري.

په مارجه کې دا بريد داسې مهال شوی، چې تېره ورځ د امريکا د لويو درستيزانو د جرګه ګۍ مشر جنرال اميرالبحر مايک مولن مارجې ته ورغلی و، او هلته يې هلمندوالو ته د بياروغاونې او کار په اړه خپله ژمنه تازه کړه.

ښاغلي مولن کابل ته تر ستنېدا وروسته ويلي چې تر هلمند وروسته به په راتلونکو څو مياشتو کې کندهار کې عملیات کېږي.

ده وويل زياتره هغه تازه دمه امريکايي پوځيان چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما يې افغانستان ته د لېږلو هوډ کړی، په کندهار کې به ځای پرځای کېږي.

بارک اوباما ويلي وو چې افغانستان ته به شاوخوا ۳۰۰۰۰ نور سرتېري واستوي.

مايک مولن وويل چې د هلمند په پرتله به د کندهار عمليات ډېر ننګوونکي وي:

''کندهار د مارجې په څېر نه د، موږ پوهېږو چې په دې عملیاتو کې به له لویې ننګونې سره مخامخ شو، خو هڅه به مو دا وي چې عمليات بريالي پای ته ورسېږي.''

ورته مطالب