زابل کې د ايساف يوه چورلکه رالوېدلې

چورلکه
Image caption د ٢٠٠٦ کال له جولای مياشتې راهيسې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د الوتکو په پېښو کې ١٦ کسه وژل شوي، دي.

د زابل ځايي چارواکي وايي تېره شپه (د مارچ ۲۸مه) د دغه ولايت په اټغر ولسوالۍ کې د ايساف يوه چورلکه رالوېدلې ده .

د زابل د والي وياند محمد جان رسول يار بي بي سي ته وويل پېښه تېره شپه په دوولسو بجو شوې ده .

د ښاغلي رسول يار په وينا، په چورلکه کې ټول ټال ۱۳ تنه سپارل ول، چې ۹ يې د ايساف سرتېري، ۳ افغان ملي اردو عسکر او يو د الوتکې پيلوټ و .

نوموړی وايي په پېښه کې څوک وژل شوي نه دي، خو د سپرلۍ ټول کسان ټپيان شوي دي.

محمد جان رسول يار وويل هېڅ کومې داسې نښې نه شته، چې ګني چورلکه دې د طالبانو لخوا په نښه شوې وي.

د رسول يار په وينا، چورلکه په سيمه کې له هوايي اډې نه تر پورته کېدو وروسته سملاسي رالوېدلې ده.

ايساف هم منلې چې په زابل ولايت کې يې يوه چورلکه راپرېوتې ده، خو په اړه يې نور جزييات نه دي ورکړي.

څلور ورځې وړاندې پکتيکا کې يوه بې پيلوټه الوتکه رالوېدلې وه.

طالبانو ويلي وو چې الوتکه دوی راغورځولې ده.

د مارچ پر ۲۳مه په ميدان وردګو ولايت کې د ترکي ځواکونو يوه اکمالاتي چورلکه راولوېده، چې له امله يې يو ترکی پوځي ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

د ٢٠٠٦ کال له جولای مياشتې راهيسې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د الوتکو په پېښو کې ١٦ کسه وژل شوي، دي.

ورته مطالب