په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له افغان حکومت سره د سولې خبرې

د کابل په کتنو بوخت د گلبدين حکمتيار پلاوي د خپل پلان په اړه له چارواکو او نورو مخورو سره خبرې اترې بريالى بولي، خو زياتوي چې دافغان حکومت او دهغوى د بهرنيو ملاتړو وروستي ځواب ته انتظار باسي.

د حزب اسلامي ٦ کسيز پلاوى له څو اونيو راهيسې په کابل کې په ليدنو کتنو بوخت دى او تردې مهال يې د ولسمشر کرزي په گډون، د ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې له استازو سره هم ليدلي.

د حزب اسلامي د ١٥ ماده ييز پلان مهې غوښتنې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو مرحله واره ايستل او په اساسي قانون کې د ځينو بدلونونو را وستل دي، خو حزب اسلامي ولي اوس په دومره لويه کچه د خبرو لپاره پلاوى لېږلى؟ او په حکومت مخالفو وسله والو کې څومره زور لري؟ دا او ځينې نورې موضوعگانې په کابل کې زموږ همکار عبدالمالک عاصم د اوونۍ په ځانگړى رپوټ کې څېړلې دي.

که څه هم د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ تماسونه له څو کلونو را هيسې شته خو دا لومړى ځل دى چې دغه گوند په دومره لوړه کچه پلاوى کابل ته راليږلى دى.

د گلبدين حکمتيار په مشرى د اسلامي گوند پلاوي له شاخوا ٣ اونيو خبرو اترو وروسته په دغه هيواد کې د سولې په اړه له دغه گوند سره په کابل کې د نيغو خبرو په اړه نظرونه سره ويشلي دي . په لويه کې نړيوالو ددغه ډول هڅو هرکلى وکړ.

په کور دننه هم گڼ خلک هيله من شوي چې په نا امنه افغانستان کې سيا لې غاړې خبرو ته تياريږي .

له ولسمشر کرزي سره د اسلامي گوند د ٦ کسيز پلاوي خبرې اترې متبتې بلل شوي . د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمروايي خبرې لا په لومړيو پړاوونو کې دي او جزئېات يې نشي په ډاگه کولى.

له افغان چارواکو سره د سولې په خبرو اترو د اسلامي گوند بوخت پلاوى دا مهال له ولسمشر کرزي او نورو اړوندو خواوو ځواب ته په تمه په کابل کې شپې تيروي .

د حزب اسلامي دغه پلاو ي د سولې او پخلاينې په اړه د خپل گوند پنځلس ماده ييزه طرحه افغان حکومت ته وړاندې کړې او په کې يې له خپلې خوا د افغانستان د ممکنه راتلونکي سياسي نظام د جوړوېدو څرنگوالى بیان کړى او د بهرنيو ځواکونود وتلو غوښتنه يې کړې .

بله مهمه ماده يې په راتلونکي کال کې د نويو ټاکنو تر سره کول او دافغانستان په اساسي قانون کې د تعديل راوستل دي.

د پلاوي غړى او وياند قريب الرحمان سعيد وايي که څه هم دوى خپل شرطونه وړاندې کړي خو په دې کې بدلونوته هم چمتو دي . د اسلامي حزب د طرحې ځينې مادې ډيرې سختې دي لکه لومړى ماده چې وايي چې دري مياشتې وروسته دي له دغه هيواد ه د بهرنيو ځواکونو وتل پيل شي.

له همدې کبله په افغانستان کې يو شمير شنونکي لکه مطيع الله خروټى په دې باورد ي چې ورته وړانديزونه دافغانستان له اوسني وضيعت سره اړخ نه لگوي.

خو د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر وايي چې خبرې اترې بايد د تيرو څو کلونو کې لاسته راوړنو په پام کې نيولو سره تر سره شي:

'' معمولا په مذاکراتو کې مسلې مطرح کيږي او بحت پرې کيږي . يانې ټولې مسلې نسبي دي . يانې ځينې ارزښتونه شته لکه د افغانستان اسا سي قانون ، په افغانستان کې د بشري حقونو درناوى ، او دارنگه نور مسايل چې په تيرو اتوکلونو کې تر لاسه شوي ددغه ډول ارزښتونو پر سر دافغانستان حکومت او خلک معاملې ته تيار نه دى.''

د حزب اسلامي پلاوي په کابل کې پر افغان جهادي او سيا سي مشرانوسر بيره داروپايي ټولنې او ملگرو ملتونو له ځانگړي استازي سره هم وليدل . د يوناما يو وياند نظيف الله سالارزى په دې اړه د جزئېاتو له ورکړې پرته خبرې مهمې بولي .

''د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي د حزب له استازي سره وکتل او د يوناما په نويو دندو کې هم خبرې اترې شاملې دي . '' ددغه پلاوي د خبرو د روان بهير په لاسته راوړنو او پايلو په افغانستان کې د شنونکو او عامو خلکو ترمنځ نظرونه ويشلي دي . ځينې د سولې د خبرو د پيل لپاره د حزب اسلامي د پلاوي خبرې ښه گام بولي او فکر کوي حکومت او بهرنيان به ور سره غاړه غړى شي.

خو ځينې نور بيا لکه د ولسي جرگې غړى او دولسمشرى پخوانى کانديد رمضان بشردوست دا گڼي چې گواکي حزب اسلامي دافغانستان په ناامنيو کې ډيره ونډه نه لري ، ددغه گوند ډيرپلويان په واک کې له وړاندې لا شريک دي اود حزب اسلامي په همدې نامه بل گوند په افغانستان کې سيا سي فعاليت لري ، نو له همدې کبله ښاغلى بشر دوست له اسلامي گوند سره خبرې گټورې نه بولۍ :

د ملا عمر په امر، نه د حزب اسلامي

'' اوس په افغانستان کې وسله وال جنگ طالبان کوي او نژدې ټول جنگياليان د ملاعمر په فرمان کسان جنگيږي نه د حزب اسلامي په امر .''

بلخوا دحزب اسلامي د پخوانى سيال گوند د برهان الدين رباني جميعيت اسلامي پلويان دغوډول خبرو اترو ته هرکلى کوي خو گيله يې داده چې ددغه ډول مهمو مسلو په اړه بايد دوى خبر وي . د جميعيت اسلامي گوند وياند واقف حکيمي:

(( په دغه ډول مهمو ملي مسلو کې بايد ټولې غاړي برخه ولري او هغوى د هر ډول مکانيزم په اړه معلومات ولري.)) دملي جبهي په نوم دحکومت مخالفې سيا سي ټلوالې او په تيرو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي د مهم سيا ل عبدالله عبدالله يو نژدي ملگرى رحمان اوغلي هم له دې اړخه اندېښنه لري:

(( په يقين سره ښاغلى کرزى نه غواړي چې ډير ملي مسايل دافغانستان له خلکو او پارلمان سره شريک کړي. له بلې خوا دافغانستان په اوسنى دولت کې تر ٥٠ په سلو کې حزبيان برخه لري ، څو وزيران همدا اوس په کابينه کې د اسلامي گوند غړي دي. له بله اړخه دحزب اسلامي دغه پلاوى کاشکې د جگړې له کرښې خبرو ته را غلى وايي ، دا خو له اروپا او امريکا راغلى دي )) خو د ويسا ورځپاڼې مشر زبير شفيقي دغه ډول انديښې شخصي او په هغو کسانو پورې تړلي بولي چې دده په خبره د حزب اسلامي پخواني سيا سي مخالفين دي.

(( حزب يو لوى او پياوړى تنظيم وو او دافغانستان په جهاد کې يې د ملا دتير حيتيت لاره . نو دغه گوند هم دوستان او هم دښمنان لري .او څوک چې له دوى سره د خبرو په اړه ليواله نه دي هغه د حزب پخواني سيا لان او يخواني کمونستان دي ، دا نا ممکنه ده چې يوه لويه ډله دې په لوى لاس له سيا سي ډگره يوې خواته تيل وهل شي )) بلخوا ځينې نور کسان تر اوسه د سولې په تړاوو د تر سره شويو خبرو له نه روڼوالي انديښنه لري . د افغانستان د ولسي جرگې په ناسته کې هم دحزب اسلامي له پلاوي سره د شويو خبرو د جزئبات په اړه د وکيلانو د نه خبريدو پر مسلې نيوکې وشوې ، خود ملي شورا مشر يو نس قانوني چې له وړاندې د اسلامي گوند پلاوي ورسره کتلي وويل چې دخبرو د اصلي پړاوو په پيليدوسره به دوى ته هرڅه روښانه شي:

(( خبرې اوس په لومړنيو مرحلو کې دي چې لږ مخ ته ولاړې شي او يا دتصميم نيولو پړاوو ته ورسيږي تاسو سره حتما مشوره کيږي. ))

په افغانستان کې ځينې نورې سيا سي ډلې هم د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو د پيل د تگلارې روڼتيا غواړي ،دغه ډول نيوکې په وار وار د رسنيو له لارې خپرې شوې ، خو دولتي چارواکي وايي چې په دې برخې کې د هرې لويې پراختيا په راتلو سره به ټولې غاړې د سولې د خبرو په جزئېاتو خبر شي او د همدې چارې د پر مخ بيولو لپاره يوه مياشت وروسته د سولې د مشورتې جرگې رابللو ته اشاره کوي.خو په تيرو اتو کلونو کې په دغه برخه کې د تر سره شويوهڅو او اړيکو په اړه ډير جزئيات نه دي روښانه شوي .

خو د اسلامې گوند او ولسمشر کرزي ترمنځ د روغې جوړې پر سر خبرې اترې له څو کلونو را هيسې د پردې تر شا روانې دي له ښاغلي حکمتياره د يوې بيلې شوې څانگې او له دولت سره د رسمې اسلامي گوند يو لوړپوړى غړي انجينر محمد خان وايي (( موتق معلومات لرم چې د قطب الدين هلال څو ځله له ولسمشر کرزي سره کتلي او د حزب پيغام يې ولسمشر ته رسولى ))

په تيرو ٩ کلونو کې په وار وار داسې رپوټونه خپاره شوي چې گلبدين حکمتيار خبرو ته ليواله دى، خو ور سره يې دبهرنيو ځواکونو د وتلو شرط هم رامخې ته کړى ، ولې دا لومړى ځل دى چې په رسمي توگه په پلازمينه کابل کې په مخامخ توگه د ښاغلي حکمتيار يولوړ پوړى پلاوى دا طرحه او شرايط افغان چارواکو ته وړاندې کوي . قريب الرحمان سعيد وايي د ولسمشر کرزي په بلنه د خبرو لپاره راغلي دي .

خو اوس پوښتنه دا را پيدا کيږي چې دغه وخت ولې درسمي پلاوي د استولو او خبرو اترو د پيل په توگه د حزب اسلامي لخوا غوره شوى ؟ ايا د نړى او افغان حکومت په نظرونو کې بدلون راغلى او که حزب اسلامي په مخالفت کې گټه ونه مونده ؟ د ويسا ورځپاڼې مشر زبيرشفيقي وايي دا ځل افغان ولسمشر د سولې خبرې جدي کړيدي ، تر ټاکنو وړاندې يې د سولې د خبرو د پيل او د تحليف په ورځ ژمنه وکړه دارنگه نړيوال هم خبرو ته ليواله شوي . له بل پلوه کله چې دوه کاله وړاندې د حکمتيارځوم غيرت بهير له بگرامه را خوشي شي هغه د خبرو د هڅو ژمنه وکړه او پر نړى را وگرځيد او د خبرو دا زمينه يې برابره کړه ))

خو له دولت سره د اسلامي گوند د يوځاى کيدو امکانات څومره دي ؟ او تر کومې د اسلامي گوند ددغه پلاوي خبرې اترې بريالى دي ؟ دا پوښتنې د ولسي جرگې غړى انجينر محمد خان ځوابوي .

(( موږ له دې پلاوي پوښتنه وکړه هغوى په جدي توگه وويل چې دا ځل حکمتيار صاحب او د حزب رهبري شورا د سولې د خبرو اراده کړي ))

که څه هم د حزب اسلامي ، افغان حکومت او بهرنيو ترمنځ د سولې خبرې لاهم ډيرې وړاندې نه دي تللي خو د اسلامي گوند له يورسمي پلاوي سره دافغان ولسمشرپه گډون د بيلا بيلو افغان غاړو او نړيوالو کتنو داسې هېلې را ټوکولي چې کيدى شي د ښاغلي حکمتيار په مشرى د مخالفې ډلې او حامد کرزي ترمنځ روغه اسانه وي ، خوستونزه همدلته پاى ته نه رسيږي .

د کار پوهانو په نظر د حکومت له لوېې مخالفې وسله والې ډلې طالبانو سره د سولې خبرې اترې کيداى سي تر دې هم ستونزمنې تابتې شي ،خو که دگلبدين حکمتيارحزب اسلامي ددغو روانو خبرو اترو په نتيجه کې له جگړې لاس اخلي نو دا به نه يوازې دافغان حکومت لپاره يوه لويه لاسته رواړنه وي بلکې د نورو مخالفينو سره به د سولې تړونونو ته هم لاره هواره کړي .