د کانکور په ازموينه کې پاتې ځوانان تعليمي مؤسسو ته جذبېږي

د کانکور ازموينه
Image caption په افغانستان کې په لسگونه زره ځوانان پوهنتونو ته د نه کاميابيدو له امله بې برخليک پاتې کيږي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي د کانکور له ازموينې پاتې شوي په زرگونه ځوانان به ډير ژر د لوړو او نيمه لوړو زده کړو مؤسسو ته جذب کړي.

افغان چارواکي وايي په راتلونکې کې د دغې ستونزې د ختمولو او له ۱۲ ټولگيو فارغو ځوانانو د جذبولو لپاره هڅه کوي چې نوي پوهنتونونه او پوهنځي جوړې کړي.

په افغانستان کې د کانکور د لومړي پړاو د ازموينې پايلې تېره اوونۍ اعلان شوې چې د نژدې ٩٠ زرو کسانو له ډلې له نيمايي ډېر يې نه دي بريالي شوي.

د کانکور په ازموينې کې پاتې شوي يوشمېر ځوانان دغه پايلې ناسمې گڼي او د افغانستان له ملي شورا غواړي چې د دوى د آموزينو پاڼې دې له سره بيا وکتل شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له هغې وروسته پوهنتونو او نيمه عالي موسسو ته د څه دپاسه شلو زرو ځوانانو د جذبولو خبر ورکوي چې په نوي زره آزمويل شويو کسانو کې نژدې پنځوس زره بې نتيجې اعلان شوي دي.

يوشمير دغه ځوانان د کانکور د آموزينې اعلان شوې پايلې ناسمې گڼي.

دغه ځوانان وايي سره له دې چې په په کانکور آموينې کې يې لوړې نمرې گټلې، خو بيا هم د لوړو زده کړو موسسو ته نه دي معرفي شوي بلکې د دوى په وينا بې نتيجې اعلان شوې دي.

دوى د لوړو زده کړو دغه پريکړه پر خپل حق تيرى گڼي او د افغانستان له ملي شورا غواړي چې د دوى آزمون پاڼو ته دې له سره کتنه وشي.

Image caption د افغانستان د ځينو سويلي ولايتونو د ۱۲ ټولگيو د زده کوونکو استازى محمد کاظم د ولسي جرگې غړو ته وويل چې د سويلي ولايتونو گڼو زده کوونکو ته په پوهنتونو کې د زده کړې چانس نه دى ورکړل شوى.

په کابل کې د افغان ترک د ښونځي ځينې زده کوونکى چې د ولسي جرگې د معارف او فرهنگي چارو کميسيون ته د شکايت په موخه ورغلي و له کميسيونه يې وغوښتل چې په دې برخه کې د دوى ستونزې هواري کړي.

يوشمير نورو دغو ځوانانو د ولسي جرگې استازو ته شکايت کاوه چې د کانکور په آزموينه کې د ولايتونو په کچه انډول ته پاملرنه نه ده شوې.

د افغانستان د ځينو سويلي ولايتونو د ۱۲ ټولگيو د زده کوونکو استازى محمد کاظم د ولسي جرگې غړو ته وويل چې د سويلي ولايتونو گڼو زده کوونکو ته په پوهنتونو کې د زده کړې چانس نه دى ورکړل شوى.

خو افغان چارواکي د دې ترڅنگ چې په کانکور آزموينه کې د درغليو خبره ردوي او وايي دوى به ډير ژر د کانکور له آزموينې پاتې شوي نژدې نيمايي ځوانان د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب کړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت وياند عظيم نور بخش بي بي سي ته وويل د کانکور په آزموينې کې نژدې ٩٠ زره ځوانانو برخه اخيستې وه چې له نيمايي ډير يې کاميابه شوي نه دي. خو ښاغلي نور بخش وويل چې دوى به د بې نيجې اعلان شويو ځوانانو له ډلې ٢٢ زره نور هم پوهنتونو ته جذب کړي:

د کاميابۍ نمره۱۷۵

"په لومړي پړاو کې شاوخوا ۴۳ زه تنه زموږ د لوړو او نيمه لوړو زده کړو پوهنتونونو ته جذب شول، پاتې ۲۲ زره نور هم پوهنتونونو ته ورپېژندل کېږي، نو زه ويلای شم چې ۲۵ په سلو کې پاتې کسان هم پوهنتونو ته جذبېږي، زموږ د کاميابۍ نمره ۱۷۵ ده او تر هغې پاتې کسان به بې نتيجې وي، نو زه ویلای شم چې د دغو کسانو ډېره برخه به پوهنتونو ته وروپېژندل شي. "

ښاغلي نوربخش زياته کړه دوى په راتلونکې کې د دغې ستونزې د ختمولو او د ۱۲ ټولگيو د گڼو ځوانانو د جذبولو لپاره هڅه کوي چې نوي پوهنتونونه او په پوهنتونو کې نوي پوهنځي جوړ کړي.

خو ځينې کارپوهان د لوړو زده کړو د مؤسسو د ظرفيتونو په لوړولو کې د افغان حکومت هڅې کمزورې گڼي.

د افغانستان د پوهنې وزارت مرستيال وزير صديق پتمن وايي د کانکور په آزموينه کې د مرکز او ولايتونو په کچه د انډول ساتنې او پوهنتونو ته د گڼو ځوانانو د جذوبولو په موخه بايد د کانکور په آزموينې کې د آرامو او نا رامو ولايتونو ترمنځ توپير وشي.

اوس د افغانستان د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو کې ٦٥ زره کسان لوړې زده کړې کوي چې د چارواکو په وينا د تير کال په پرتله په سلو کې ٥ زياتوالى ښيي.

خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې تر ٢٠١٤ کاله پورې به دغه کچه دوه برابره لوړه شي.

په افغانستان کې په لسگونه زره ځوانان پوهنتونو ته د نه کاميابيدو له امله بې برخليک پاتې کيږي.

ورته مطالب