افغان حکومت د کابينې ۱۱ پاتې غړي ولسي جرګې ته ورپېژني

د افغان کابينې ځينې نوي نوماند وزيران په ولسي جرګه کې
Image caption هغه مهال چې دويمه پلا ولسمشر حامد کرزي ولي جرگې ته ١٧ نوماند وزيران ور وپيژندل، د بهرنيو چارو د وزير زلمي رسول په گډون ٧ کسانو د تايد رايي واخستې او لسو تنو ته يې د رد رايې ورکړل شوې.

افغان حکومت وايي چې ډېر ژر به د کابينې پاتې غړي د تاييد د رايو د اخيستلو لپاره ولسي جرگې ته ور وپېژني.

د افغان ولسمشر وياند وايي چې د نوې کابينې د غړو د معرفي کولو په اړه د حکومت او ولسي جرگې تر منځ اړيکي شتوالى لري، د نوموړي په وينا ولسمشر هڅه کوي چې وړ او په کار پوه کسان ولسي جرگې ته ور وپېژني.

ټاکل شوې ده چې دا ځل د کابينې پاتې ١١ نوماند وزيران ولسي جرگې ته د تاييد د رايو لپاره وروپېژني.

په دې ډله کې به د هغو ١١ نوماندو وزيرانو پر ځاى په همدغه شمېره نوماند وزيران وړاندې شي چې تېر ځل د تاييد د رايو د اخيستلو په برخه کې پاتې راغلي وو.

د افغان ولسمشر وياند وحيد عمر وايي چې د کابينې پاتې غړي ولسي جرگې ته ور پېژندل دا مهال د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي، او د کسانو د غوره کولو لړۍ روانه ده:

((حکومت لېوالتيا لري چې حکومتي بنسټونه او جوړښتونه له گونگ حالت نه بهر کړي،او دا يوه ارزښتناکه خبره ده، خو په تېرو دوو اوونيو کې افغان حکومت پر هغو پېښو بوخت وو چې په سيمه کې رامنځ ته شوې وې. ))

د کومو وزارتونو لپاره چې نوماندانو د تاييد رايي خپلې نه کړې، ډېر يې د سرپرستانو په توگه وټاکل شول.

د ولسي جرگې ځينې غړي بيا دا چاره ناقانونه بولي رمضان بشر دوست له همدغې ډلې څخه دى:

((ايا څوک راښوولې شي چې موږ په اساسي قانون کې سر پرست وزير لرو،له حقوقي پلوه دوى چې په تيره يو مياشت کې کوم کار کړى او يايي کوي د قانون له مخه هېڅ جواز نه لري،يانې لاسليک يې هېڅ راز ارزښت نه لري، په ځانگړي ډول د هغو کسانو چې د ولسي جرگې له خوا رد شوي دي. ))

خو ددې پوښتنې په ځواب کې چې افغان ولسمشر ولې د کابينې د پاتيو غړو په معرفي کولو کې ځنډ کړى او کوي يې، د ولسمشر وياند وحيد عمر وويل:

((دا فهم په حکومت کې هم شته چې د کابينې وزيران ژر تر ژره معرفي شي، په دې برخه کې کار روان دى، دا کار ژر غواړو خو له دې فهم سره چې پوه،او وړ کسان بايد معرفي شي، چې هم له ولسي جرگې د تايد رايي واخلي او هم د افغانستان د خلکو خدمت کړ، دا يو لومړيتوب دى ډير ژر به دا کار وشي.))

هغه مهال چې دويمه پلا ولسمشر حامد کرزي ولي جرگې ته ١٧ نوماند وزيران ور وپيژندل، د بهرنيو چارو د وزير زلمي رسول په گډون ٧ کسانو د تايد رايي واخستې او لسو تنو ته يې د رد رايې ورکړل شوې.

خو اوس ټاکل شوې ده چې د ياد شوي بهير له پيله يانې درې مياشتې وروسته د اوبو او برېښنا د وزير په گډون ١١ تنه نوماندان ولسي جرگې ته د تيايد د رايو اخستلو په موخه ور وپېژندل شي.

ورته مطالب