اوباما: په افغانستان کې د فساد پرضد پرمختګ ''ډېر پڅ دی ''

بارک اوباما
Image caption رپوټونه وايي بارک اوباما له کرزي سره په خبرو کې وويل په افغانستان کې له پوځي لارې ترلاسه شوې پرمختګونه تر هغه کاميابېدی نه شي، چې په حکومت او اداره کې د فساد مخه ونه نيول شي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي افغانستان کې د نشه يي توکو او فساد پرضد مبارزه کې "پرمختګ ډېر پڅ دی".

نوموړي دا خبرې افغانستا ته له يوه نااعلان شوي سفر او بېرته متحده ايالاتو ته تر ستنېدا وروسته کړې دي .

بارک اوباما دا څرګندونې د "ان بي سي " له امريکايي تلوېزيوني شبکې سره کړې دي .

ده ويلي د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د فساد او نشه يي توکو پرضد د امريکا غوښتنې تر يوه حده منلې دي، خو د دې ستونزې له منځه وړلو پروړاندې په دغه هېواد کې مبارزه ډېره ټکنۍ ده:

"زموږ ټوله هڅه دا ده چې د نشه يي توکو او فساد پرضد مبارزه وکړو، خپلې هڅې ګړندۍ کړو . "

بارک اوباما د تېرې یکشنبې په ماښام افغانستان ته په يوه ناڅاپي سفر تللی و، چې د دوشنبې په سهار بېرته د واشنګټن پر لور ستون شو .

نوموړي په کابل کې له افغان ولسمشر سره تر ليدو وروسته په بګرام کې د امريکايي ځواکونو په لويې پوځې اډې امريکايي ځواکونو ته وينا وکړه.

اوباما له کرزي نه د فساد او نشه يي توکو پرضد د مبارزې د ګړندي کولو غوښتنه هم وکړه .

Image caption مايک مولن افغانستان ته تر سفر وړاندې خبريالانو ته ويلي تر هغه چې د کرزي اداره د فساد پرضد د زړه له کومي مبارزه ونه کړي، افغانستان کې د امريکايي ځواکونو تګلاره به له ستونزو سره مخامخ وي.

د متحده ايالاتو ولسمشر د افغان ځواکونو وړتيا وستايله او د هغوی د وړتياوو د لا پورته کولو غوښتنه يې وکړه.

رپوټونه وايي بارک اوباما له کرزي سره په خبرو کې وويل په افغانستان کې له پوځي لارې ترلاسه شوې پرمختګونه تر هغه کاميابېدی نه شي، چې په حکومت او اداره کې د فساد مخه ونه نيول شي.

بل خوا د امريکا د لويو درستيزانو د جرګه ګۍ مشر اميرالبحر مايک مولن، چې د رپوټونو له مخې افغانستان ته رسېدلی، ويلي چې له کرزي نه به د فساد پروړاندې د چټکو ګامونو اخيستو غوښتنه وکړي.

ښاغلي مولن افغانستان ته تر سفر وړاندې خبريالانو ته ويلي تر هغه چې د کرزي اداره د فساد پرضد د زړه له کومي مبارزه ونه کړي، افغانستان کې د امريکايي ځواکونو تګلاره به له ستونزو سره مخامخ وي.

نوموړي ويلي چې په کندهار کې د کېدونکو عملياتو لپاره د افغان حکومت همکاري اړينه ده.

ټاکل شوې چې په کندهار ولايت کې هم د هلمند په څېر لوی پوځي عمليات پيل شي.

مايک مولن زياته کړه چې د يووالي او ارامۍ راوستلو لپاره يوازې پوځي کړنلاره کافي نه ده، بلکې د سيمه ييزې ادارې او حکومتدارۍ پر چارو بايد غور وشي.