امريکا: د کندهار عمليات تر روژې وړاندې پيلېږي

امريکايي پوځي په افغانستان کې
Image caption امريکايي چاراوکي فکر کوي چې په کندهار کې د طالبانو په ماتولو سره به دغلته يوه پياوړې، کارنده او مضبوطه اداره رامنځ ته شي.

يوه امريکايي چارواکي ويلي په پام کې ده چې د افغانستان په کندهار ولايت کې د وسله والو طالبانو پرضد د امريکايي پوځيانو پلان شوي عمليات د روژې مياشتې تر رارسېدو وړاندې په جون مياشت کې پيل شي.

يوه چارواکي د رويټرز خبري اژانس ته ویلي د عملياتو دويم پړاو چې د ولايت ټينګول او د سم حکومت جوړول پکې راځي، لږ ترلږه د اکتوبر تر نيمايي پورې دوام وکړي.

تر دې وړاندې جګپوړي امريکايي قوماندان جنرال اميرالبحر مايک مولن ويلي وو که ولسمشر کرزی په کندهار کې د فساد په مخنيوي او د حکومت په ښه کولو کې پاتې راشي، نو د ولسمشر اوباما ستراتيژي به په افغانستان کې ناکامه وي.

کندهار د افغانستان پياوړې پوځي اډه بلل کېږي او امريکايي چارواکي يې د افغانستان د صقل مرکز او د طالبانو د ځپلو او ماتولو اصلي ځای بولي.

امريکايي جنرالان وايي تر يرغل وړاندې بايد ځينې سيمې له ځايي قبايلي مشرانو سره د خبرو له لارې پرته له جګړې تر کنټرول لاندې راوستل شي.

پر کندهار بريد د امريکا د نوې ستراتيژۍ يوه برخه ده چې غواړي د راتلونکي کال تر نيمايي د افغانستان ډېرې برخې د طالبانو له ولکې وباسي او چارې يې افغان حکومت ته په لاس کې ورکړي.

Image caption وړاندې ځينو رسنيو رپوټونه ورکړي وو چې نوموړی د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس او دغه راز له طالبانو سره اړيکې لري، خو دا هغه تورونه دي چې احمد ولي کرزي رد کړي دي.

نژدې يوه مياشت وړاندې شاوخوا ۱۵ زره افغان او بهرنيو ځواکونو د کندهار د څنګلوري ولايت هلمند په مارجه او نادعلي يرغل وکړ، چې د چارواکو په وينا اوس يې له وسله والو طالبانو پاکې کړې دي.

امريکايي چاراوکي فکر کوي چې په کندهار کې د طالبانو په ماتولو سره به دغلته يوه پياوړې، کارنده او مضبوطه اداره رامنځ ته شي.

دوی اوس په کندهار کې له شته حکومتي ادارې چندانې خوښ نه دي، او د امريکا مشر پوځي قوماندان مايک مولن خو خبر داری ورکړی که ولسمشر کرزی په ستراتيژيک ښار کندهار کې د فساد په ختمولو او د ښې حکومتي ادارې جوړولو کې پاتې راشي، په دې سره د افغانستان لپاره د ولسمشر بارک اوباما پوځي تګلاره ناکامېدی شي.

يوازې يوه ورځ وړاندې ولسمشر اوباما هم کابل ته د خپل سفر پر مهال همدغه ټکي ته اشاره وکړه او پر ولسمشر کرزي يې غږ وکړ چې د فساد او نشه يي توکو پرضد مبارزه سخته کړي.

امريکايان په کندهار کې د ولسمشر حامدکرزي د ورور احمد ولي کرزي د رول په اړه کتنې لري.

دوی وايي ولسمشر کرزي ته په کار دې خپل ورور چې د کندهار د ولايتي شورا مشر او د هېواد په سوېل کې ځواکمن کس بلل کېږي، کابو کړي.

وړاندې ځينو رسنيو رپوټونه ورکړي وو چې نوموړی د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس او دغه راز له طالبانو سره اړيکې لري، خو دا هغه تورونه دي چې احمد ولي کرزي رد کړي دي.

ورته مطالب