افغانستان کې درې الماني سرتېري وژل شوي

جرمني پوځيان په کندوز کې
Image caption د جرمني پوځي چارواکو ويلي چې نژدې ۲۰۰ په وسلو سنبالو طالبانو پر جرمني پوځيانو بريد وکړ .

د افغانستان په شمالي کندوز ولايت کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې درې الماني سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي .

المان د خپلو درو سرتېرو د وژل کېدو او د پنځو نورو د ټپي کېدو خبره منلې.

په کابل کې مېشتو ايساف ځواکونو هم په يوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ويلي چې د هېواد په شمال کې درې ايساف سرتېري له وسله والو طالبانو سره په نښته کې وژل شوي، خو دقیق ځای او هويت يې نه دی ښودلی .

المان ويلي چې سرتېري يې د تېرې جمعې په ماښام په کندوز کې له وسله والو ‎طالبانو سره په نښته کې وژل شوي .

د المان د مرکزي پوځي قوماندې يوه وياند ويلي نښته د کندوز په جنوب لوېديځ کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې وسله والو طالبانو الماني پوځيانو ته کمين نيولی و .

په کندوز کې ځايي افغان چارواکو هم ويلي چې الماني پوځيانو او افغان پوليسو په ګډه له وسله والو طالبانو سره نښته کړې .

دوی وايي چې نښتې څو ساعته دوام درلود .

افغاني سرچينو ويلي چې نښته د کندوز په چهاردره کې شوې ده .

ځايي خلکو ويلي چې د نښتې پرمهال ځينې کورونو ته هم زيان اوښتی، خو عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

وسله والو طالبانو ويلي چې په کندوز کې يې د جرمني پوځيانو دوه ټانکونه له منځه وړي.

Image caption وسله وال طالبان ادعا کوي چې د کندوز په نښته کې تر ۱۵ پورې بهرني پوځيان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي د تېرې جمعې په ورځ يې جنګياليو د کندوز ولايت په چهاردره ولسوالۍ کې د جرمني پوځيانو درې ټانکونه د چاودنې او مخامخ نښتې په پايله کې له منځه وړي.

نوموړی وايي چې د چهاردرې ولسوالۍ د سرک بالا سيمې د عیسی خېلو به کساب کلي کې يې له جرمني پوځيانو سره نښته کړې .

دی وايي چې د جرمني پوځيانو دوه ټانکونه په راکټو ويشتل شوي چې تر ۱۵ بهرني پوځيان پکې وژل شوي او ټپيان دي .

که څه هم د کندوز سيمه يي چارواکي وايي چې په نښته کې يو طالب جنګيالی وژل شوی او بل ټپي دی، خو طالبان وايي چې په نښته کې يې دوه جنګيالي ټپيان شوي دي.

چهاردره په کندوز کې له ډېرو نارامه سيمو ګڼل کېږي .

په شمال کې د طالبانو او بهرنيو پوځيانو ترمنځ نښته داسې مهال شوې، چې لاهم د افغان ولسمشر حامد کرزي او امريکايي چارواکو ترمنځ ناندره ييزه څرګندونې پای ته نه دي رسېدلې .

په دې لړې کې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن پر ټېلېفون له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د هغه تر لوېديځ ضد څرگندونو وروسته، خبرې کړې دي .

ولسمشر کرزي وړمه ورځ لوېديځ سفارتونه تورن کړل چې د افغانستان په ټاکنو کې يې ټگي کړې .

ولسمشر کرزي پر ځينو لوېديځو سفارتونو تور لګولی، چې د هغه د کمزوري کولو هڅه کوي.

خو جگپوړو امريکايي چارواکو بيا ويلي چې ښاغلي کرزي ونه شواى کړى چې د ولسمشرۍ تر ناندره ييزو ټاکنو وروسته ، نوې پاڼه راواوړي او په دې سره يې يادونه کوله چې مېرمن کلنټن ترې وغوښتل چې راځئ "دا نور پرېږدئ او پرمخ درومئ ."

ورته مطالب