مولن: د ايران د نفوذ ډېرېدو په اړه اندېښنه لرو

مایک مولن
Image caption مایک مولن وویل اندېښنه یې داده چې د ایران له لوري دغه هڅي مخ پر ډېرېدو دي آن تر دې چې د ښاغلي مولن په وینا ایران اوس کندهار ته چې ټاکل شوې په نژدې راتلونکي کې د مخالفینو په وړاندې د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ پوځي عملیات پکې پیل شي، وسلې لیږلې دي.

د امریکا لوړ پوړي چارواکي وایې د هغه څه په اړه چې دوی یې په سیمه کې د ایران د نفوذ ډېرېدو هڅه بولي اندېښنه لري.

د امریکا جګپوړی پوځي چارواکی پر ایران تور لګوي چې په کندهار کې یې تر پلان شویو پوځي عملیاتو وړاندې وسله والو مخالفینو ته وسلې لېږلې دي .

د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې مشر امیر البحر مایک مولن کابل ته د خبل سفر پر مهال په سیمه کې د ایران د نفوذ ډېرېدو د هڅې په اړه اندېښنه وښوده .

امیر البحر مولن دا څرګندونې پر داسې مهال کړې چې ټاکل شوې په نژدې راتلونکي کې په کندهار ولایت کې د بهرنیو او افغان ځواکونو لخوا پراخ پوځي عملیات پیل شي .

ښاغلي مولن وایې تر هغو به یې ځواکونه په افغانستان کې دیره وي چې دده په وینا پدغه هېواد کې د طالبانو او القاعده خطر په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي .

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان حکومت له مخالفینو سره د نورو شبکو په تېره بیا د ایران د مرستې او ملاتړ خبره کیږي، خو دا ځل د امریکا لوی درستیز وویل چې ایران په پرله پسې ډول هڅه کوي چې په سیمه کې خپل نفوذ ډېر کړي .

مایک مولن وویل اندېښنه یې داده چې د ایران له لوري دغه هڅي مخ پر ډېرېدو دي آن تر دې چې د ښاغلي مولن په وینا ایران اوس کندهار ته چې ټاکل شوې په نژدې راتلونکي کې د مخالفینو په وړاندې د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ پوځي عملیات پکې پیل شي، وسلې لیږلې دي:

((ایران په سیمه کې د خپلې اغیزې د ډېرولو هڅه کوي . البته دا تر ډیره ځایه د ګاونډي هیواد په توګه د ډیرې حیرانۍ خبره نه ده، خو د اندېښنې وړ دا ده چې دغه اغېز منفي بڼه لري. تېره شپه ماته وویل شول چې له ایرانه کندهار ته زیاته اندازه وسلې لیږدیدلي دي. په وروستیو کلونو کې دغه ډول نوري بیلګي هم لیدل شوي چې ښیې ایران غواړې په سیمه کې د خپل نفوذ د ډیرولو په هڅه کې دی .))

ایراني چارواکو په تېر کې هم دغسې تورونه په کلکه رد کړي دي . خو امریک ایې داسې وخت له مخالفینو سره د ایران د پوځي همکارۍ تور لګوي چې د راپورونو له مخې په کندهار کې شاوخوا دوې میاشتې وروسته پوځي عملیات پیلېدونکي دي.

چارواکي دغه عملیات د طالبانو او القاعده د له منځه وړلو لپاره ډیر مهم بولي . ښاغلی مولن کندهار د طالب ځواکونو د فعالیت زړه بولي او وایې د هلمند په مارجې کې د دوی د عملیاتو په پرتله به په کندهار کې ددوی هڅي ستونزمني وي .

Image caption ښاغلی مولن د هلمند ولایت مارجې ته هم تللی وو او هیله یې وښوده چې ددغې سیمې د خلکو ژوند ډیر ژر خپله نورماله بڼه غوره کړي .

نوموړي د دغو عملیاتو د پیل او څرنګوالي په اړه څه ونه ویل خو دې ته یې اشاره وکړه چې ښایې د سیمي د پراخوالي او د جګړې د پیچلتوب له کبله پدغه ځای کې ډیرو ځواکونو او ډیر وخت ته اړتیا وي :

کندهار مارجه نه ده

((ټول په دې پوهیږو چې کندهار مارجه نده . په اصل کې کندهار زموږ په وړاندي یوه لویه ننګونه ده . موږ دغلته خپلو موخو ته د رسیدو لپاره ډیرو ځواکونو او نورو امکاناتو ته اړتیا لرو، زموږ ټول هدف دادی چې ځواکونه مو له افغانستانه ووځي ،خو دغه هدف ته د رسیدو لپاره د حکومتي ادارو د غښتلتیا په ګډون لا ډیر څه کولو ته اړتیا ده . د ځواکونو د وتو لپاره باید شرایط برابر سي او موږ باید پدې اړه واقع بین و اوسو. ))

ښاغلی مولن وایې تر ډیره د افغانستان جګړه پدغه هیواد کې د طالبانو او االقاعده ډلې په له منځه تلو پوري اړه لري . دا هم ویل کیږي چې په کندهار ولایت کې د پیلیدونکو عملیاتو پایله به د افغان حکومت له لوري له مخالفینو سره د روغي جوړي پیل شوی بهیر ټکنی کړي.

خو امریکا یې چارواکي وایې په افغانستان کې د روان کال مهم کارونه لکه پوځي عملیات ، له مخالفینو سره د روغې جوړي بهیر او راتلونکي پارلماني انتخابات په یوه ځانګړي او منظم زماني چوکاټ کې تنظیم سوي دي.

ده د ولسمشر کرزي له لوري له مخالفینو سره د سولي د خبرو هرکلی وکړ خو پدې وروستیو کې یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ داسلامي ګوند د پلاوي د هغه وړانديز په اړه چې بهرني ځواکونه دي له افغانستانه ووځي، وویل د افغانستان اوسني حالات ددې ندي چې بهرني ځواکونه دې اوس دغه هېواد پریږدي.

د امریکا دغه لوړ پوړی چارواکی تر دې وړاندي له ولسمشر کرزي سره هم په افغانستان کې د فساد د مخنیوي ، د نشه یې توکو ، د وسلوالو مخالفینو د ګواښونو او نورو پوځي او ملکي چارو پر څرنګوالي خبري کړيدي .

ښاغلی مولن د هلمند ولایت مارجې ته هم تللی وو او هیله یې وښوده چې ددغې سیمې د خلکو ژوند ډیر ژر خپله نورماله بڼه غوره کړي .

ورته مطالب