کرزی: د خلکو له مشورې پرته د کندهار عمليات نه شي کېدی

حامد کرزی
Image caption حامد کرزی داسې مهال کندهار ته سفر کړی، چې ټاکل شوې تر روژې مياشتې وړاندې په دغه ولايت کې پوځي عملیات پيل شي.

افغان ولسمشر حامد کرزى وایي، د خلکو له مشورې پرته به په کندهار کې هېڅ ډول عمليات ونه شي.

هغۀ چې په ياد شوي ولايت کې يې د خلکو يوې لويې غونډې ته وينا کوله ټينگار وکړ چې پوځي عمليات بايد خلکو ته د سولې د راوستو په موخه وشي او د هغوى مشوره په کې دخيله وي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي چې ښايي د کندهار عمليات په راتلونکې جون مياشت کې وکړي.

کندهار ته په سفر کې چې د يکشبنې په ورځ وشو له ولسمشر حامد کرزي سره د ناټو ځواکونو مشر قوماندان جنرال ستنلي مکرستال او په افغانستان کې د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو ملکي استازى مارک سېدوېل هم ملگري وو.

ولسمشر دغۀ ولايت ته په رسېدو لومړى په يوه امنيتي غونډه کې چې دده د کابيني وزيران او د بهرنيو ځواکونو قوماندانان په کې و برخه واخيسته او بيايې د قومي مشرانو يوې شورا ته وينا وکړه او د هغوى غوښتنې او پوښتنې يې واورېدې.

د ولسمشر کرزي د خبرو ډېره برخه په کندهار کې پيل کېدونکو عملياتو پر مساله راټوله وه.

کندهار د افغانستان په سوېل کې يو له نارامه ولايتونو څخه دی.

چارواکي وايي دا په تېرو څو کلونو کې په کندهار کې تر ټولو لويه ناسته ده، چې کلک امنيت يې نيول شوی دی.

خبريالان وايي کندهار ته د کرزي تلل به د کندهار ډېرکيو پښتنو اوسېدونکو ته دا پيغام ورسوي چې په دغه ولايت د طالبانو پرضد عملیات د سولې په موخه ترسره کېدونکي دي.

وړاندې افغان او افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پوځي مشرانو په کندهار کې د کېدونکو عملياتو خبر ورکړی و .

تر هغه وړاندې د هلمند په مارجه او نادعلي ولسواليو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډه پوځي عمليات وشول.

د دغو عملياتو موخه سيمه له وسله والو طالبانو پاکول په ګوته شوي دي.

له کرزي سره کندهار ته په دې ناڅاپي سفر کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جرنال سټېنلي مکرېسټل، د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ، د ملي امنيت رييس امرالله صالح، د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې مشر او د کرونيو چارو وزارت مرستيال او يوشمېر د ملي شورا او جنوبي ولايتونو استازي مل دي.

وړاندې د امریکا يوه جګپوړي پوځي چارواکي پر ایران تور لګولی و چې په کندهار کې یې تر پلان شویو پوځي عملیاتو وړاندې وسله والو مخالفینو ته وسلې لېږلې دي .

د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې مشر امیر البحر مایک مولن کابل ته د خپل سفر پر مهال په سیمه کې د ایران د نفوذ ډېرېدو د هڅې په اړه اندېښنه وښوده .

مایک مولن وویل اندېښنه یې داده چې د ایران له لوري دغه هڅي مخ پر ډېرېدو دي آن تر دې چې د ښاغلي مولن په وینا ایران اوس کندهار ته چې ټاکل شوې په نژدې راتلونکي کې د مخالفینو په وړاندې د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ پوځي عملیات پکې پیل شي، وسلې لیږلې دي:

((ایران په سیمه کې د خپلې اغیزې د ډېرولو هڅه کوي . البته دا تر ډیره ځایه د ګاونډي هیواد په توګه د ډیرې حیرانۍ خبره نه ده، خو د اندېښنې وړ دا ده چې دغه اغېز منفي بڼه لري. تېره شپه ماته وویل شول چې له ایرانه کندهار ته زیاته اندازه وسلې لیږدیدلي دي. په وروستیو کلونو کې دغه ډول نوري بیلګي هم لیدل شوي چې ښیې ایران غواړې په سیمه کې د خپل نفوذ د ډیرولو په هڅه کې دی. ))

ورته مطالب