جرمني: د کندوز د پېښې په اړه به څېړنې وشي

د جرمني لومړۍ وزيره اغلې مرکل
Image caption د جرمني لومړۍ وزير انګيلامرکل تېره ورځ ولسمشر کرزي ته په ټېلېفوني خبرو کې د کوندوز د پېښې په اړه خواشيني ښوولې وه .

د جرمني دفاع وزير کارل تيودر ګوټنبرګ وايي د هغې پيښې په اړه به څېړنې وشي چې د جرمني سرتېري پکې ښکېل وو او په ترڅ کې يې شپږ افغان سرتېري ووژل شول.

د تېرې جمعې پر ورځ جرمني سرتېرو د طالبانو په ګمان هغه ملکي موټر په نښه کړ چې افغان سرتېري پکې سپاره ول.

دا پېښه په داسي حال کې رامنځ شوې چې په افغانستان کې د جرمني پوځي ماموريت د جرمنانو ترمنځ خپل محبوبيت بايللی دی.

د جرمنې پوځ وايي پر افغان سرتېرو هغه وخت په غلطۍ ډزې وشوې چې جرمني ځواکونو د کندوز ښار په شمال کې له خپلو متحدينو سره په مرسته کې بيړه کوله او شپه راتلونکې وه.

خو هغه ملکي موټر چې افغان سرتېري پکې سپاره ول ورته نه و درېدلی.

د جرمني ددفاع وزير يوې خبرې غونډې ته وويل په همدې ورځ پر جرمني سرتېرو هم په څو ځايونو کې طالبانو بريدونه کړي ول.

د جرمني ددفاع وزير کارل تيودر ګوټنبرګ ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د دوی ماموريت خطرناک دی او کله کله داسي پېښې هم رامنځ ته شي چې تمه يې نه کېږي.

ښاغلي ګوټنبرګ وويل جرمني سرتېري په سيمه کې د ثبات د ټينګولو لپاره ډېردي.

د يادولو ده چې په همدغې ورځ يانې جمعه باندې درې جرمني سرتېري هم له طالبانو سره په يوه نښته کې ووژل شول چې له دې سره له ۲۰۰۲ زېږدي کال راهيسي په افغانستان کې د وژل شويو جرمني سرتېرو شمېره ۳۹ ته ورسېده.

يوه وروستۍ نظر پوښتنه ښيي چې د جرمني تر نيمايي زيات خلک غواړي د دوی شاخوا څلور زره عسکر له افغانستان نه بېرته خپل هېواد ته ورستانه شي.

د جرمني چارواکي د تېرې جمعې د ورځې د پېښې په اړه د څېړنې خبره په داسې مهال کوي چې تېرکال په کندوز کې د يوې بلې پېښې په هکله هم څېړنې روانې دي چې په ترڅ کې يې شاخوا يو سل و څلوېښت افغانان ووژل شول.