نجفي: ټاکنې به د نوي قانون پر بنسټ تر سره کېږي

ښاغلی نجفي

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي د ټاکنو نوی قانون چې د ولسمشر کرزي له لوري د تقنيني فرمان په توګه توشيح شوی دوی ته د منلو وړ دی او له دې وروسته به د ټاکنو اړوندې ټولې چارې د همدغه قانون پر بنسټ تر سره کوي .

د ټاکنو د کمېسيون په وينا نوی قانون په رسمي جريده کې تر خپرېدو وروسته نافذ شوی او پخوانی هغه لغوه شوی دی.

د دغه کمېسيون د دارالانشاء مشر داوود علي نجفي وايي دوی به له دې وروسته د ټاکنيز پلان د نوي قانون له مخې جوړ او ټاکنې به د نوي قانون پر بنسټ تر سره کېږي:

((کمېسيون د نوي قانون پر بنسټ خپل کار پيل کړی ، نوی قانون په رسمي توګه کمېسيون ته رسېدلی او په رسمي جريده کې هم خپور شوی دی ، او په دې قانون کې ليکل شوي چې ددغه قانون له خپرېدو وروسته پخوانی قانون لغوه کېږي ، نو ځکه کمېسيون د نوي قانون له مخې خپل کار پيل کړی دی . ))

ښاغلي نجفي زياته کړه له دې سره سره چې اوس به چارې د نوي قانون پر بنسټ تر سره کوي خو وېره يې داده چې که وروسته په قانون کې بدلونونه راشي نو ددوی کارونو کې به ستونزې راوټوکوي:

((وېره داده چې که د قانون يو شمېر مادې جنجالي شي او موږ هم خپلې چارې ددغه نوي قانون پر بنسټ تر سره کړې وي او وروسته سناريو اپوټه شي ، په دې مانا چې پخوانی قانون بېرته پر ځای شي نو دا زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده . ))

ده وويل چې دوی دغه پرېکړه له هغه وروسته وکړه چې د عدليې وزارت ورته په رسمي ډول وليکل چې بايد په نوي قانون عمل وکړي .

د ټاکنو نوی قانون شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې له ځينو بدلونونو سره په څلورو فصلونو او 67 مادو کې د تقنيني فرمان په توګه ولسي جرګې ته د تصويب لپاره ولېږل شو .

په قانون کې د راغلو بدلونو له ډلې يو دا و چې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون ټول غړي به افغانان وي او ټاکنه يې د مشرانو او ولسي جرګې د ريسانو او دسترې محکمې د مشر په سلامشوره د ولسمشر واک دی .

ولسي جرګې تېره اونۍ دغه قانون د دوی په وينا د ځينو نيمګړتياو له امله رد کړ او ويې ويل چې ټاکنې به د پخواني قانون له مخې ترسره کېږي .

د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسي جرګې د خپلې تقنيني دورې پر وروستي کال نه شي کولای چې د ټاکنو په قانون کې بدلون راولي .

له همدې امله کله چې د ټاکنو نوی قانون د ولسي جرګې له لوري رد شو ولسمشر سخت غبرګون وښود او ولسي جرګه يې تورونه کړه چې د بهرنيانو تر اغېزې لاندې او قانون يې د هغوی په اشاره رد کړی دی .

خو ولسي جرګې دغه تور رد کړ.

د ټاکنو د نوي قانون په تړاو مشرانو جرګې هم د ولسمشر کرزي پلو نيولی او يوه مشر يې بي بي سي ته وويل چې ټاکنې بايد دنوي قانون پر بنسټ تر سره شي .