کونړ به بيا څرنگه سيلانيان پيدا کړي ؟

کونړ

د کونړ د ښکليو درو له انځورونو څخه

په اوسني وخت کې د گرځندوى او سياحت له لارې د نړۍ ډيرى هيوادونه ميلياردونه ډالر لاسته راوړي دغه اقتصادي ګټه هغه وخت شوني وي چې د سيلانيانو ژوند خوندې او د اوسيدو اسانتياوي ورته برابرې شوي وي .

د افغانستان په ختيځ کې کونړ او نورستان هغه سيمې دي چې طبعي ښکلا يې د هر کورني او بهرني سيلاني زړه راماتولى شي .

سره له دي چې د دغو ولايتونو ډيرى سيمې به نا امنه وي خو ښايې د ډيرو به ليوالتيا وي چې د طبعيت ښکلې پنځونه وګوري او دا هاله ممکنه کېداشي چې د خونديتوب ترڅنګ د سيلانيانو د اوسيدني شرايط او اسانتياوې برابرې شي .

که څه هم په اسداباد کې شپږ يا اووه هوټلونه او مسافرخاني جوړي شوي خو د اوسني وخت اړتياوې هغه چې يو سيلانى يې غواړي په پام کې نه دي نيول شوي بيلګه يې په مرکز اسد اباد کې د يو دوه پوړيز هوټل په انځور کې څرګنديدلى شي دهوټل په دواړو پوړونو کې د هرې کوټې لپاره ځانګړى تشناب نشته ټول خلک له يوه يا دوو تشنابونو کار اخلي د يخو او تودو اوبو اسانتيا پکې نشته په کوټه کې يو يو چپرکټ او ځمکني توشکونه غوړيدلې خو تلويزون پکې نشته ، که څه هم د ودانۍ په جوړښت ډير لښګت راغلى خو دا چې جوړونکي يې دغه شيان ولې په پام کې نه دي نيولي د دغه هوټل له څښتنه به يې واورو .

کونړ

د کونړ په اسد اباد کې مسافر خانې شته خو د نړۍ يا حتى د افغانستان د نورو ښارونو غوندې هوټلونه نشته

(( هوټل د دې سيمې د اوسيدونکو د اړتياو په پام کې نيولو سره جوړشوي دلته د خلکو اقتصاد دومره ښه نه دى چې په عصري هوټلو کې دي واوسي دلته يوازې د دې ولايت او د نورستان خلک راځي بهرني سيلانيان نشته . پخوا به و فرانسويان به راتله ښځې به هم ورسره وې . برګيمټاله پورې به تله خو اوس څوک له دې ولايت څخه د باندې نه شي وتلى که حالات ښه شو او موږ وليده چې هغه دى سيلانيان راځي موږ به ورته د هوټلونو سېستم هم ښه کړو .))

دا چې د سيلانيانو د راماتولو لارښونو او ورته د اسانتياو برابرول د اطلاعاتو وزارت او په ټيټه کې د ولايتي ادارو په چارو کې شميرل کېږي نوپه کونړکې به د اطلاعاتو کلتور د تاريخي اثارو او سيمو له مشر اکبرسيد صديقي نه واورو چې په کونړ کې د تاريخي سيمو ليدو ته څومره خلک راځي او دغي ادارې ورته څه اسانتياوي برابرکړي که نه ؟

موږ د دي لپاره څه ځانګړې بوديجه نه لرو چې سيلانيان پرې وپالو

اکبر سيد صديقي

(( موږ د دي لپاره څه ځانګړې بوديجه نه لرو چې سيلانيان پرې وپالو بله دا ده چې په اوس وخت کې امنيت ښه نه دى نو سيلاني به څنګه دې سيمې ته راشي .))

هسې چې اکبر سيد وويل دغه اداره سم لاسي د سيلانيانو د اوسيدنې او هوساينې لپاره هيڅ هم په لاس کې نه لري .

نو که دولتي ادارې د سيلانيانو په راماتولوکې پښه پرځاى دي او د هوټلونو جوړښت هم په داسې بڼه دى چې د اوسني وخت ډيرى اړتياوې پکې نشته نو د سيلانيانو د راتګ بهير به هم ټکنى وي.

که ستاسو په نظر په کونړ کې د گرځندوى د صنعت بيا فعالولو ته کومه لاره وي راته ويې ليکئ او له نورو سره يې شريکه کړئ .

ستاسو ځينې برېښناليکونه

رشيد يوسفزی ، هلسنکي

زما په نظر چې ترڅو د افغانستان خپل خلک له کونړ او نورستان څخه د سيل او چکر مرکز جوړ نه کړي نو ډېره ګرانه ده چې نړيوال سيلانيان دې سيمې ته رامات شي .

د افغانستان حکومت ته په کار ده د ملګرو ملتونو د ګرځندوی له ادارې څخه مرسته وغواړي او هغوی و هڅوي چې په کونړ کې ژوبڼ او داسې نور ځايونه جوړ کړي .

عبدالقدوس -رياض ،سعودي عربستان

که څه هم زه د ارزګان ولايت اوسېدونكی يم خو كونړ رښتياهم ښکلا ښکلا دی او د کونړ خلک دې اول پخپله ددې ښکلا خيال وساتي ، ځنګلونه دې نه وهي او نه دې اور ور اچوي او بيا دې د سيلانيانو د راجلبېدو او د هغوی د اوسېدو بندوبست وکړي .

ډاکټر احمد احسان زمانې- زیوریخ، سویس

زما لپاره د حیرانتیا یوه لویه خبره وه کله چې دلته په سویس کې یوی زړې سویسي مېرمنې دخپل هېواد د ډېرو ښایسته ځایونو په پرتله د کونړونو او نورستان ولایتونه غوره او ښایسته وبلل .دغه مېرمن د ظاهرشاه او د شهید سردار داود خان د واکونو پر مهال له کونړونو او نورستان نه لیدنه کړې وه.

زه دومره اکبري صاحب ته وايم چې ايا تاسو د نورو ولاياتو دچارواکوڅخه کمزودي ياست ؟ ايا د کونړ خلک سيلانيانو ته داساتياوو په برابرولو کې کمزوري دي او که تاسو د مرکزي دولت څخه د سيلانيانو لپاره بوديجه نشئ اخيستی.

سعاد شفق، له خيبر پښتونخوا څخه

زما په اند یوه سیلانۍ یو ځای ته د ورتګ لپاره څو شیانو اړین بولي چې په هغه کې لومړی د هاغه نقطې امنیت او دوهم دهر رنګه اسانتیاوو لاس ته راوړل دي .درسنیو دوامداره تبلیغ ددې لپاره لومړی او اړین ګام دی.

ډاکټر محمدالله څمکني - اکراین

زه په ټینګار سره د الکوزي صیب خبره تاییدوم، لکه ده چې ویلي (د ټولو تر مخه بايد د لويو لارو جوړول، د سيلاني ځايونو په کلکه ساتنه او څارنه وشي، بايد خوندي او مسترح هوټلونه، استوګنځايونه او مېلمستونونه جوړشي او ...)، خو زه یو څه نور ور زیاتول غواړم هغه دا چې حکومت او ورسره پخپله د سيمې خلک ‎د امنیت په باره کې ډیر کار وکړي . نو په دې سره به سيلانيا ن د ښایسته کونړ لیدلو ټکی شي .

الکوزي - کندهار

په کنړ کې د ګرځندوی د صنعت د بيافعالولو له پاره د ټولو تر مخه بايد د لويو لارو او د سيلاني ځايونو په کلکه ساتنه او څارنه وشي. په هغه سيمه کې بايد خوندي او مسترح هوټلونه، استوګنځايونه او ميلمستونه جوړشي او هغوي ته بنسټيزې اسانتياوې لکه برېښنا او اوبه برابرې شي.

او د دي سره سره د نورو سيلاني ځايونو د پراختيا له پاره هم بايد کار وشي. تر ټولو مهم دادي چې له خصوصي سکتور څخه مرسته وغوښتل شي . د ګرځندوی په برخه کې د خصوصي سکتور پانګونه هم د دي صنعت په بيا ژوندي کولو کي مهمه ونډه درلودلای شي.

ضيا خان- کنړ

کنړونه هغه ولايت دی چې طبعي ښکلا يې دستايلو وړ ده خو که په دغه ولايت کې يو ډول هوټلونه جوړ شي، نو بهرني سيلانيان به کنړ ته ورمات شي، نو ‎که څوک په کنړ کې يو داسې هوټل جوړ کړي، ښه به وي.

اسدالله همدرد له کابله

د ا یو ښکاره حقیقت دی چې د کنړونو ولایت یوه طبعي ښکلا لري، خو د ډېر افسوس ځای دی چې دغه ښکلا د اکثرو چارواکو د شخصي ګټو قرباني شوې ده او که داسې حالات وي نو نور به هم قرباني شي . د یادولو وړ ده چې د وخت هر چارواکي د کنړ د لرګو په لیلام کې ښکاره تاریخ لري . نو مرکزي حکومت ته په کار ده چې د کنړ یوازې ځنګلاتو ته پام نه بلکې د کنړ له سیند څخه هم فایده او هم د کنړ نه بلکې د ټول افغانستان ښکلا جوړه کړي.

سعادت شفق- خيبر پښتونخوا

زه نور څه ويل نه غواړم خو دومره اکبري صاحب ته وايم چې ايا تاسو د نورو ولاياتو دچارواکوڅخه کمزودي ياست ؟ ايا د کونړ خلک سيلانيانو ته داساتياوو په برابرولو کې کمزوري دي او که تاسو د مرکزي دولت څخه د سيلانيانو لپاره بوديجه نشئ اخيستی ځکه چې د باميانو ولايت چارواکي دسيلانيانو لپاره بشپړې اساتياوې برابرې کړې دي دا ولي؟ تاسو هم د باميانود ولايت چارواکو څخه مشورې واخلئ.

اسدالله همدرد - کابل

کنړونه هغه ولايت دی چې طبعي ښکلا يې دستايلو وړ ده خو که په دغه ولايت کې يو ډول هوټلونه جوړ شي، نو بهرني سيلانيان به کنړ ته ورمات شي، لنډ مثال به يې د باميانو ولايت ورکړم چې سرک يې خراب او ډېر ليرې پروت دی، خو هلته يوې خارجۍ ښځې چې له يوه افغان سره يې واده کړی، د سليک روډ په نامه يو هوټل جوړ کړی، چې د وخت ټول ضرورتونه پکې پوره دي او ډېر مېلمانه لري که دغه هوټل نه وای نو ممکن خارجيان هم نوای ورغلي چې فعلآ د يوې کوټې د يوې شپې کرايه يې ١٠٠ امريکايي ‌ډالره ده او يوښه عايد دی، نو ‎که څوک په کنړ کې يو داسې هوټل جوړ کړي، ښه به وي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .