اتمر: د کندهار د عملياتو په لومړۍ کرښه کې بايد افغانان وي

محمد حنيف اتمر
Image caption ښاغلى اتمر هم دا مني چې په ځينو برخو کې دغه شان نيمگړتياوې شته ، خو وايي چې په دې برخه کې هلې ځلې روانې دي چې دغه ستونزه هم لرې کړي

افغان حکومت وايي چې لا هم د بهرنيو ځواکونو له خوا پخپل سر د ولسي وگړو د کورونه پلټل هغه پرته ستونزه ده چې دوى يې د هواري په لټه کې دي .

د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر وايي چې د دغې شته ننگونې له اړخه ولسي خلک خوابدي شوي او له دولته يې واټن اخيستى دى .

ښاغلي اتمر دا هم وويل تر هغې پورې چې د کندهار ولايت اوسيدونکي د پوځي عملياتو په پيل راضي شوي نه وي نو دغه عمليات به نه پيليږي .

تر دې وړاندې يو شمير کندهاريانو له ولسمشر حامد کرزي نه غوښتي وو چې که په اوړي کې عمليات پيلېږي ، نو د خلکو کښتونو او فصلونو ته به زيان واوړي .

سره له دې چې په کندهار کې د کيدونکو عملياتو په اړه له څو اونيو راهيسې په رسنيو کې رپوټونه خپرېږي، خو افغان حکومت وايي تر هغې پورې چې د کندهار اوسيدونکي هلته د پوځي عملياتو د اغېزمنيتا له اړخه ډاډمن شوي نه وي نو دغه عمليات به نه پيلېږي .

تر دې وړاندې يو شمير کندهاريانو له افغان ولسمشر حامد کرزي نه غوښتي وو چې د عملياتو لپاره د جون مياشت ځکه سمه نه ده چې گواکې دغلته د ميوو دانو او د کرونده گرو نورو کروندو ته زيان اړوي .

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر وايي چې په کندهار کې پيليدونکي عمليات يوازې او يوازې پوځي خوځښتونه نه دي ، بلکې د هغه په وينا دغه عمليات به په څلورو پړاونو کې بشپړيږي .

د کورنيو چارو د وزير په خبره د دغو عملياتو لومړى پړاو چې د وسله والو مخالفينو سره د سولې او خبرو اترو پړاو دى لا له وړاندې پيل شوي :

"لومړۍ برخه يې د سورلې برخه ده چې د روغې جوړې خبرې تنظيم شي ، دويمه يې امنيتي برخه ده ، دريمه يې د حکومت او ادارې جوړولو او څلورمه يې د بيا رغاونې موضوع ده ، په هيڅ ډول داسې عمليات به و نه شي چې د خلکو کروندې له منځه يوسي او که د خلکو غوښتنه نه وي ، نه افغان حکومت او نه هم نړيوال ځواکونه دا حق نه لري چې دغسې عمليات پيل کړي . "

په کندهار کې کېدونکي پوځي عمليات د هغو سترو عملياتو پوه برخه ده چې د لومړي ځل لپاره د هلمند د مارجې او نادعلي په ولسواليو کې د ۱۵ زرو افغان او بهرنيو ځواکونو په مټ تر سره شوه .

له دې سره ، سره چې دغه عمليات د افغانستان په کچه ډېر ستر عمليات وو، خو د چارواکو په وينا د ځواکونو تر منځ شته همغږى د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې کچه ډېره راټيټه کړې وه ، خو لا هم ولسي وگړي د بهرنيو ځواکونو د خپلسرو عملياتو او د خلکو د کورونو د پلټلو نه شکايت لري .

ښاغلى اتمر هم دا مني چې په ځينو برخو کې دغه شان نيمگړتياوې شته ، خو وايي چې په دې برخه کې هلې ځلې روانې دي چې دغه ستونزه هم لرې کړي :

" موږ تر اوسه پورې په يوه ځاى کې ستونزه لرو او هغه هم په ځينو سيمو کې ځانگړي عمليات دي چې ايساف ځواکونه يې تر سره کوي ، موږ وايو چې په لومړي گام کې دې دغه عمليات د افغانانو په مټ تر سره شي او که چېرته اړتيا وي ، نو دوى دې تر شا وي ، په لومړۍ کرښه کې بايد افغانان وي . "

که څه هم افغان چارواکي ټينگار کوي چې د دوى د ځواکونو ترمنځ همغږي ډېره شوې ، خو په يو شمېر لويو او وړو پوځي عملياتو کې د ولسي وگړو مرگ ژوبله ښيي چې همغږي په هغه کچه نه ده چې د افغانستان خلک يې هيله لري .

ورته مطالب