په ګڼ مېشتې هرات ښار کې د موټرو د تمځايونو ستونزه

د هرات ښار
Image caption د هرات د ښاروالۍ وايي دې ستونزې د ښاروالۍ د پرواګرامونو او دا راز د ترافيک په وړاندې خنډونه جوړ کړي

په هرات کی ولايتي چارواکي وایي په ښار کې د ننه په کافي کچه د موټرو د پارکينګونو نشتوالی د ښاروالۍ او ترافيکو پر وړاندې ستونزې او خنډونه رامنځ ته کړي .

د هرات ښاروالي وایي ټاکل شوې چې په نژدې راتلونکې کې د ښار په مختلفو سيمو کې د موټرو تمځايونه جوړ شي .

په هرات کی د ښاري پراختيا رياست هم دې هدف ته د رسېدو لپاره د ښار په مختلفو ځايونو کې د خلکو د ځمکو پر استملاک ټينګار کوي .

هرات چې له پلازمېنې کابل وروسته د افغانستان له لويو ښارونو څخه شمېرل کېږي په دې وروستيو اتو کلونو کې د پام وړ پراختيا موندلې خو تراوسه د ښار د ځينو عصري امکاناتو او ځانګړتياوو نه بې برخې دی .

د موټرو د تمځايونو شتون يوه له هغو ځانګړتياوو شمېرل کېږي چې اوس هم د دې ښار په مهمو او د ګڼه ګوڼې په ډکو ځايونو کې نه ترسترګو کېږي او ډېری موټر د دوکانونو مخې ته د سړکونو په غاړه په ليکه ولاړ وي .

د هرات د ښاروالۍ مرستيال امين الله اميني وايي دې ستونزې د ښاروالۍ د پرواګرامونو او دا راز د ترافيک په وړاندې خنډونه جوړ کړي:

" په داسې ښار کې چې نفوس يې درې ميليونو ته رسېدلی او ترافيکي وسايط او موټر تر اندازې زيات ورلېږدول شوي داسې یو وضعیت رامنځ ته شوی چې اوس د موټرو زياتو تمځایونو ته اړتیا ليدل کیږي دي ستونزې د ترافیک په وړاندې خنډونه جوړ کړي او د ښاروالۍ د پروګرامونو په وړاندې يې هم ستونزې رامنځ ته کړې .''

ښاغلی امیني وایي د هرات ښاروالي د دې ښار په مختلو مهمو ځایونو کې د موټرو د تمځایونو د جوړولو کار پيل کړی.

نوموړی زياتوي په دې وروستیو درو کلونو کې ښاروالي چاته اجازه نه ده ورکړې چې د موټرو د پارکینګ په پام کی نيولو پرته يوه ودانۍ جوړه کړي خو په وینا یي ډېری مارکیټونه ډېر پخوا جوړ شوي او پارکینګ ورته نه دی جوړ شوی.

د ښاری پراختیا د ریاست پرېکړه

د هرات د ښاري پراختیا ریاست هم په دې ښار کې په کافي کچه د موټرو د تمځایونو نشتوالی یوه لویه ښاري نيمګړتیا بولي او وایي دوی به د هېڅ داسې ودانۍ نخښه تاييد نه کړي چې په هغې که څلویښت فیصده ځمکه شنې فضا يا تمځای ته نوي ځانګړې شوې .

د هرات د ښاري پراختیا ریاست کارکوونکی انجنیر محمد عمر :

"اوس آن د استوګنې د کورونو په ګډون ټولې ودانۍ چې جوړېږي تر څو چې په هغو کې څلوېښت فیصده ځمکه شنې فضا یا پارکینګ ته نوي ځانګړې شوې موږ تل ټینګار کوو چې هرومرو هره ودانۍ باید د شنې فضا او د پارکنیګ لپاره ځاى ولري.''

د دولتي او خصوصي څانګو ترمنځ همکاري

Image caption اوس تمه کیږي چې د دولتي څانګې د یوې هراړخيزه طرحې په جوړولو او عملي کولو سره په ښار کې د موټرو د تم ځایونو د نشتوالي ستونزه هواره کړي .

د هرات ښار يوشمېر اوسېدونکي هم وایي په ښار کې د موټرو کافي تمځایونه نه شته او دوی د ستونزو سره په وار وار مخامخ شوي دوی د دولت نه غواړي چی د سوداګرو او د مارکیټونو د خاوندانو سره د دی ستونزې د حل لپاره مرسته وکړي

د هرات دوه تنه اوسیدونکي :

'' پارکینګ د ښار لپاره یوه اړتیا ده په هر ښار کې باید د موټرو تمځایونو شتون ولري او دولت یې باید جوړ کړي. ''

'' له دولت نه غوښتنه کوو چې په دې برخه کې د مارکیټونو د خاوندانو او سوداګرو سره د ستونزې د هوارولو لپاره مرسته وکړي.''

اوس تمه کیږي چې د دولتي څانګې د یوې هراړخيزه طرحې په جوړولو او عملي کولو سره په ښار کې د موټرو د تم ځایونو د نشتوالي ستونزه هواره کړي .

د نويو پارکینوګونو جوړول په ځینو سيمو کې ښایي چندان ستونزمن کار نه وي خو په هغو سيمو کې چې هلته پخوا لوی مارکیټونه جوړ شوي او پارکینګ ورته په پام کې نه دی نیول شوی د دې کار ترسره کول د ډېری کارپوهانو په وینا زیات لګښتونو ته اړتيا لري .

ورته مطالب