عزیز الله لودین او داود علي نجفي له خپلو دندو استعفا وکړه

داود علي نجفي او عزیز الله لودین
Image caption د افغان ولسمشر وياند لږ وړاندې وويل چې ډېر ژر به ددغو کسانو پرځاى نوي خلک پر کار وگوماري.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر عزيزالله لودين او د دارالانشاء رئيس داود علي نجفي له خپلو دندو استعفا کړې ده.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر او د دارالانشاء رئيس له خپلو دندو استعفا ورکړې ده.

د افغان ولسمشر وياند لږ وړاندې وويل چې ډېر ژر به ددغو کسانو پرځاى نوي خلک پر کار وگوماري.

هغۀ ټينگار وکړ چې د ټاکنو د کميسيون د مشر عزيزالله لودين د کار موده پاى ته رسېدلې او نه يې غوښتل نوې يې کړي او د دار الانشا‌ء مشر يې بيا استعفا ورکړې او منل شوې ده.

د افغانستان د ټاکنو پر کميسيون له تېرو ولسمشريزو ټاکنو وروسته نيوکې ډېرې شوې وې، چې د ټاکنو د قانون پر سر نيوکې يې تر ټولو وروستۍ دي.

ددې ستونزې پر دوام افغان ولسمشر حامد کرزي هم پر لوېديځ يو لړ تندې نيوکې وکړې چې د افغانستان او غرب ترمنځ يې نوي اختلافونه راوټوکول .

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې ولسمشر کرزي د ټاکنو نوی قانون د يوه تقنيني فرمان په توګه منظور کړ چې د ولسي جرګې له تصويبه وروسته به يې د ټاکنو د پخواني قانون ځای نيو.

خو ولسي جرګې دغه قانون د رايو په اکثريت رد کړ ، جرګې د دې کار لامل په قانون کې يو شمېر نيمګړتياوې په ګوته کولې.

خو ولسمشر کرزي په خپل لومړي غبرګون کې د ده د تقنيني فرمان ردېدل له اساسي قانون څخه سرغړونه وبلله.

ښاغلي کرزي په تونده ژبه پر ولسي جرګه غږ وکړ چې د بهرنيانو خبرو ته غوږ و نه نيسي.

دغه راز ده بهرنيان تورن کړل چې په دغې پريکړه کې لوى لاس لري، خو په ځانګړي ډول يې د کوم هېواد، ډلې او يا شخص نوم وانه خيست .

نوموړي ويلي وو د فرمان له ورکولو وړاندې لا نړيوالو ورته ګواښ کړی و ، چې که په فرمان کې د هغوى نظرونو ځاى نه کړي نو هغه به رد کړي.

خو ده ګواښ وکړ چې که بهرنيان د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنو ته دوام ورکړي ښايي دغلته يې پر وړاندې نفرتونه لا زيات شي.

د ټاکنو نوی قانون تر پخواني هغه څو مادې زيات دی او تر ټولو نانديزه مساله پکې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د غړو ټاکنه ده .

Image caption حامد کرزی د ولسي جرګې لخوا د ټاکنو د نوي قانون تر ردولو وروسته په تونده ژبه پر ولسي جرګه غږ وکړ چې د بهرنيانو خبرو ته غوږ و نه نيسي.

د نوي قانون له مخې به ددغه کمېسيون پېنځه واړه غړي د ولسمشر له لوري به د ملي شورا د دواړو جرګو له ريسانو او دسترې محکمې له مشر تر سلامشورې وروسته کېږي .

دغه راز به ددغه کمېسيون ټول غړي د تېر په خلاف افغانان وي چې دغې پرېکړې په کور د ننه او بهر يو شمېر اندېښنې راوپارولې.

تر اوسه پورې دا معلومه نه ده چې د ولسمشر کرزي بل ګام به څه وي؟ ايا په قانون کې به بدلونونه راولي او که به لاره غوره کوي.

دا مهال د ولسي جرګې تر ټاکنو پورې ډېره لږه موده پاتې ده او نومليکنه به شاوخوا يوه اوونۍ وروسته پيل شي.

ډېر کارپوهان په دې باور دي چې په دومره لږه موده کې نه شي کېدای چې په قانون کې سمونونه او بدلونونه راوستل شي .

دوی دې کار ته د افغانستان د ټاکنو د ناندريو ديوې بلې پاڼې په سترګه ګوري .

ورته مطالب