ناټو منلې چې په ګرشک کې يې ۴ ولسي وګړي وژلي

ناټو ويلي چې د وسله والو پرضد يې د ځمکنیو عملیاتو پرځای بمبار کړی دی. په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو منلې، چې تېره ورځ (دوشنبه، د اپرېل پنځمه) د افغانستان په نارامه هلمند ولايت کې د دوی د عملياتو پرمهال د دوو مېرمنو او يوه ماشوم په ګډون څلور ولسي وګړي وژل شوي .

وړاندې د ګرشک اوسېدونکو ويلي وو چې د ناټو په عملياتو کې تر شلو ډېر ولسي وګړي وژل شوي.

ناټو ځواکونو ويلي د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يې پر هغه کور ډزې وکړې، چې په وينا يې وسله وال پکې پټ وو .

ايساف وايي د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي پرځای يې ياد شوی کور بمبار کړ، چې بیا وروسته په ډاګه شوه، چې په بمبار کې څلور ولسي وګړي وژل شوي.

ناټو وايي په وژل شوو کې دوې مېرمنې، يو ماشوم او يو سړی شامل دي.