مکرېسټل: د شپې مهال به پر کورونو چاپې نه اچوو

ښاغلی مکرېسټل
Image caption ښاغلي مکرېسټل وويل دى د افغانانو په دودونو بلد دى او خپلو ځواکونو ته يې هم ويلي دي چې د افغانانو دود دستور ته درناوی ولري

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سټېنلي مکرېسټل په کابل کې د قومي مشرانو يوې غونډې ته وويل دوى خپلو سرتېرو ته لارښوونه کړې چې په خپلو عملياتو کې دې له ډېر احتياطه کار واخلي .

په پوځي عملياتو کې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې رامنځته کېدل د ولسمشر کرزي او امريکا ترمنځ پر يوه لانجمنه موضوع اوښتې ده.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو چارواکي مني چې کله کله د دوى په پوځي عملياتو کې په تېروتنې ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوړي خو وايي دوى هڅه کوي چې دغه لړۍ نوره ختمه کړي .

بل خوا د هلمند ولايت ځايي چارواکي وايي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو او طالبانو ترمنځ يوه نښته کې څلور طالبان او څلور ملکي وگړي وژل شوي دي. چارواکي وايي، نښته د يو لړ هغو عملياتو په ترڅ کې رامنځته شوې چې د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا په نهر سراج ولسوالۍ کې پيل شوي وو.

د هلمند د والي وياند وويل چې په وژل شويو کسانو کې دوه مېرمنې او يو ماشوم هم شامل دى. هغه وايي چې ښايي د پېښې زيانونه ډېر هم شي.

هاخوا ناټو ځواکونو خبر ورکړى چې په کاپيسا کې له طالبانو سره د نښتې په ترڅ کې يو ماشوم وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي. ايساف ويلي لا نه ده مالومه ماشومانو ته د کوم لوري په ډزو کې زيان اوښتى.

په افغانستان کې د شمالي اتلانتيک د ځواکونو 'ناټو' عمومي قومندان جنرال سټنلي مک کريستال چې په کابل کې يې د قومي مشرانو يوې جرگې ته خبرې کولې وويل دوى خپلو سرتيرو ته لارښوونه کړې چې په پوځي عملياتو کې له ډېر احتياطه کار واخلي او همدارنگه دې د شپې مهال پر کورونو چاپې نه غورځوي.

ښاغلي مکرېسټل وويل دى د افغانانو په دودونو بلد دى او خپلو ځواکونو ته يې هم ويلي دي چې د افغانانو دود دستور ته درناوی ولري:

'' زه ستاسو په بسنټيزو دودونو پشپړه توگه پوهيږم ، هغو ته په بشپړه توگه احترام لرم او له هغې نه هيڅ بل څه ما ته مهم نه دي. وړاندې له دې چې بهرني ځواکونه کورونو ته ننوځي، ما هغوى ته لارښونه کړې چې خپل ټول امکانات وارزوي. له هغې نه يو يې هم تر هغې انتظار ايستل دي چې د ورځې رڼا خپره شي. او کله چې کور ته د ننوته اړتيا وليدل شي بايد له ډير احتياط او دقته کار واخيستل شي او د خلکو کلتور ته بايد احترام وشي.''

Image caption تېره ورځ ناټو ځواکونو منلې وه، چې کابو دوه مياشتې وړاندې يې د پکتيا مرکز ګردېز ته څېرمه په يوه کور کې درې مېرمنې د عملياتو پرمهال وژلې وې.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان په افغانستان کې جگړه ستونزمنه وگڼله ځکه د ده په وينا وسله وال مخالفين له ولسي وگړو د ډال په توگه کار اخلي او په خپلو بريدونو کې ناپوځي سيمې او خلک په نښه کوي.

دغه څرگندونې د يوشمېر قومي مشرانو هغې غونډې ته وشوې چې يوشمېر غړو يې په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو پر خپل سرو عملياتو تورنول چې په وينا پکې ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوړي.

د قومي مشرانو د غونډې يوشمېر ويناوالو په افغانستان کې له ميشتو بهرنيو ځواکونو وغوښتل چې د خپل سرو عملياتو مخه ونيسي.

د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ د شتون ترڅنگ افغان حکومت مني چې د ځينو پوځي عملياتو په برخه کې لاهم د ناټو او افغان ځواکونو ترمنځ ځينې ستونزې شته.

په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو ا و بهرنيو ځواکونو دواړو په عملياتو کې ولسي وگړو ته په بيا بيا مرگ ژوبله اوښتې چې د خلکو د ناخوښۍ سبب شوى ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم په څل ځله له بهرنيو ځواکونو غوښتي چې په عملياتو کې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې مخه ونيسي خو دا تېرې څو پېښې ښيي چې په دې لړ کې لا هم نور احتياط ته اړتيا شته .

ورته مطالب