بي بي سي: طالب قوماندان اکبر اغا د کرزي په امر خوشی شو

وسله وال طالبان
Image caption د اکبر اغا د خوشي کولو هېڅ اعلان نه دی شو خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استاز کای ایده وايي دده ته د اکبر اغا د خوشي کولو په اړه ویل شوی وو خو دا موضوع له ولسمشر کرزی سره بیا نه وه پورته کړې .

بي بي سي موندلې ده چې لوړ رتبه طالب قوماندان اکبر اغا چې شپږکاله دمخه د بهرنیانو د تښتولو په تور بندي شوی و، بېرته خوشی شوی دی .

په پام کې وه چې نوموړی د ملګرو ملتونو د درو کارکوونکو د تښتولو له امله ۱۶ کاله په بند کې تېر کړی .

د اکبر اغا دوستانو بي بي سي ته وویل هغه د ولسمشر کرزي له خوا بخښل شوی دی .

د بي بي سي خبریاله کیټ کلارک په دې هکله په خپل راپور کې وايي قوماندان اکبر اغا لومړنی کس و چې په کابل کې یې د بهرنیانو د تښتولو ترشاه لاس درلود.

په ۲۰۰۴ میلادي کال کې ده د ملګرو ملتونو درې بهرني کارکوونکي تښتولي وو چې یوه یې ښځینه شمالي ایرلنډ وه او دوه نور یې نارینه د کوسووا او فیلپین وو.

ده غوښتل چې ځانته د (جيش المسلمين) په نامه يوه جلا ډله جوړه کړي .

اکبر اغا له عربي اورپکو سره اړیکې لري او داسي برېښېده چې د تښتونو له لارې د پیسو ټولو ته هیله من و چې په خلیج کې پرې نوې ډله جوړه کړي

خو په پای کې ده او د تښتوونکو ډله ونیول شوه . ده ته د اوږد بند جزا ورکړل شول . اوس بي بي سي موندلې چې اکبر اغا غلي له زندان نه خوشي شوی دی .

دده ملګرو بي بي سي ته وویل ولسمشر کرزي بښلی دی خو په دې شرط چې په کابل کې به اوسېږي.

د اکبر اغا د خوشي کولو هېڅ اعلان نه دی شو خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استاز کای ایده وايي دده ته د اکبر اغا د خوشي کولو په اړه ویل شوی وو خو دا موضوع له ولسمشر کرزی سره بیا نه وه پورته کړې .

په کابل کې د برتانیا سفارت په دې هکله له څه ویلو ډډه وکړه .

کله چې بي بي سي د ولسمشر کرزي له ویاند نه دا پوښتنه وکړه هغه وویل ولسمشر دا موضوع بیا نه راپورته کوله خو د افغانستان د بشري حقونو یو کمېشنر وايي ډېر کسان په پټه خوشي شوي او دا هغه کسان دي چې یا زور لري یا زر .

دده په وینا هغه نور کسان چې دغه شان په پټه خوشي کړای شوی دی هغه کسان و چې یا د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل و یا هم په جنسي تېریو کې .

ورته مطالب