په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندوز کې د ۷ طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

Image caption وسله والو طالبانو ګواښ کړی و، چې خپل بريدونه به د افغانستان شمالي ولايتونو ته هم غځوي.

د افغانستان په شمال ختيځ ولايت کندز کې چارواکي وايي چې اووه طالبان يې د هغو عملياتو په ترڅ کې وژلي چې پرون يې په چهاردره ولسوالۍ کې پيل کړي دي.

د هغوى په وينا دغه عمليات به دوام وکړي او ټولو هغو سيمو ته به وغځول شي چې د طالبانو او نورو وسله والو فعاليتونه په کې ليدل کېږي. په شمال کې د ملي پوځ د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان وايي، دغه شان عمليات به په راتلونکي کې د شمال نورو سيمو ته هم وغځول شي.

په کابل کې زموږ همکار کبيرحقملله ښاغلي مراد سره مرکه کړې او په سر کې يې د عملياتو په اړه ترې پوښتلي دي.