امريکا له افغانستان سره 40 ميليونه ډالره مرسته کوي

د ماليې وزير ښاغلی زاخېلوال

افغان حکومت وايي په سوېلي ولايتونو کې به د سيمه ييزو ادارو د پياوړتيا پرګرام لومړی له هغو ولسواليو پيل شي چې د دولت واک په کې ډېر لږ دی .

د سيمه ييزو ارګانونو اداره وايي دغه پروګرام به دوه کاله وخت ونيسي چې د امريکا د پرمختيايي ادارې په مالي مرسته به په 48 ولسواليو کې پلی شي .

د افغانستان دماليې وزير عمر زاخېلوال وايي په دغه پروګرام کې به لومړی ستونزې په ګوته کېږي او وروسته به د سيمه ييزو ادارو د ودې لپاره اسانتياوې برابرېږي.

د سوېلي ولايتونو په لري پرتو سيمو کې د اداري سيسټم ، اغېزمنو پرمختيايي پروګرامونو او دبيارغونې د چارو د نشتوالي او د خلکو ستونزو ته د نه پاملرنې له امله پر حکومت کلکې نيوکې کېږي.

ددغو ولايتونو په زياتو ولسواليو کې لا هم داسې اداري سيسټم نه دی رامنځته شوی چې دخلکو ستونزې هوارې کړي .

په دغې ډله کې د کندهار د پنجوايي ولسوالي هم راځي چې ټولې چارې يې يوازې ولسوال پر مخ بيايي .

ولسوال باران خاکسار بي بي سي ته وويل چې له مرکزي حکومته يې څو ځله د اداري سيسټم د جوړلو غوښتنه کړې خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

دی وايي که مرکزي حکومت ورسره مرسته و نه کړي نو په يوازې سر د خلکو ستونزې نه شي هوارولای .

په تېرو څه باندې اتو کلونو کې مرستندويو هېوادونو د افغانستان د سيمه ييزو ادارو د پياوړتيا لپاره د ډېرو درنو لګښتونو په زور لسګونه پروګرامونه پلي کړي دي. خو اوس داسې ښکاري چې له دې هر څه سره سره لا هم د افغانستان په لري پرتو سيمو او ولايتونو کې نه سم اداري سيسټم شته او نه بشپړې اسانتياوې .