کندهار کې چاودنو ۴ ماين پاکان ووژل

چاودنه
Image caption د چاودنې پړه تراوسه چا پرغاړه نه ده اخيستې.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې چاودنې څلور تنه وژلي او ۱۳ نور يې ټپيان کړي دي .

د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل لومړۍ چاودنه د دامان ولسوالۍ په مرغانيچه سيمه کې د ډافا په نامه د ماين پاکۍ موسسې پر يوه کاسټر موټر وشوه.

سرچينه وايي تر لومړۍ چاودنې وروسته کله چې روغتيايي کارکوونکي د پېښې ځای ته ورغلل، پر دوی بله چاودنه وشوه.

چاودنه نن سهار (یکشنبه، د اپريل ۱۱مه) شاوخوا اته بجې شوې ده.

د دامان ولسوال حاجي سراج احمد هم پېښه تاييدوي او وايي په چاودنو کې د ډافا په نامه د ماين پاکۍ مؤسسې پر کارکوونکې شوې ده.

تر اوسه د چاودنې پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې.

کندهار د افغانستان په جنوب کې يو له ناامنه ولايتونو ګڼل کېږي.

وسله وال طالبان له افغان او بهرنيو ځواکونو سره په مبارزه کې ځمکني ماينونه خښوي، چې تر ډېره پکې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

وړاندې افغان امنيتي چارواکو او بهرنيو ځواکونو خبرداری ورکړی ، چې په دغه ولايت کې به د هلمند د مارجې او نادعلي په څېر عمليات پيلوي.

خو کندهار ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر پرمهال سيمه ييزو خلکو له حکومت او بهرنيو ځواکونو وغوښتل، تر هغه چې د کندهار خلک د دغو عملياتو پيلېدو ته راضي شوي نه وي، بايد عمليات پيل نه شي.

افغان سرتېری

بل خوا ناټو ځواکونو ويلي يوه افغان سرتېري پر ناټو ځواکونو ډزې کړې، چې يو پولنډی سرتېری يې ټپي کړی دی.

د نړيوالو ځواکونو يوه تن وياند جګړن مارسين والتزاک ويلي يوه افغان سرتېري په غزني ولايت کې د ناټو او افغان ځواکونو پر يوه ګډه ټولګه ډزې وکړې چې سملاسي له سيمې وتښتېده.

دا پېښه د شنبې ورځې په ماښام شوې ده.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ويلي پېښه تر يوې لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده، خو نور جزييات يې نه دي په ډاګه شوي.

وسله والو طالبانو ويلي چې تښتېدلی افغان سرتېری د دوی له جنګياليو سره يوځای شوی دی.

په دې وروستيو کې ځو ځلې افغان سرتېري له بهرنيو پوځيانو سره کېتولي، چې ان ځينې وخت مرګ ژوبله هم پکې رامنځته شوې ده.

په تېر نومبر مياشت کې د افغان پوځيانو د روزنې پرمهال يوه افغان پوليس پنځه برتانوي پوځيان ووژل .

او تر هغه وړاندې په دسمبر مياشت کې يوه افغان سرتېري يو امريکايی سرتېری د دوی په اډه کې په ډزو وواژه او دوه ايټالوي پوځيان يې ټپيان کړل.

ورته مطالب