م. م: ښځو ته د سولې په جرګه کې ډېره ونډه ورکړﺉ

افغانانې
Image caption د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې افغانستان يو له هغو هېوادونو بلل شوی، چې تر ډېره له موقع نه په ګټې اخيستو سره ښځو پارلمان ته لاره موندلې ده.

ملګرو ملتونو په يوه تازه رپوټ کې ويلي که څه هم په تېرو څو کلونو کې افغان مېرمنو د پام وړ پرمختګ کړی، خو لاهم په دغه هېواد کې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسی، بې سوادي، اقتصادي او سياسي ستونزې هغه موارد بلل شوي، چې د ملګرو ملتونو په وينا په سياسي ډګر کې يې د افغان مېرمنو رول پيکه کړی دی.

د ملګرو ملتونو د يو ان ډي پي په يوه تازه رپوټ کې افغانستان د اسيايي هېوادونو له ډلې يو هغه بلل شوی، چې په سياسي ډګر کې د ښځو ونډه پکې کمه ليدل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سلاکار رابرټ واتکنس وايي که څه هم په تېرو څو کلونو کې افغان مېرمنو پرمختګ کړی او تر يوه حده یې سياست ته لاره موندلې، خو بيا هم په دې برخه کې ډېرې ستونزې ليدل کېږي:

((که موږ د سويلي اسيا هېوادونو وضعيت ته وګورو، چې افغانستان هم پکې راځي، له بده مرغه د پسفيک هېوادونو په پرتله ډېره زړه بوږنوونکی دی، عوامل يې روښانه دي چې روغتيا، پوهنه، اقتصادي او سياسي عواملو افغانو ښځو ته زيان رسولی دی، او همدا يې مهم لامل دی.))

د ښاغلي واتکنس په وينا، په هېواد کې د اقتصادي وضعيت ښه کېدل په سياسي برخه کې د ښځو د ونډې د لاغوړېدا لامل کېدای شي.

رابرټ واتکنس زياته کړه د سولې په کېدونکې مشوري جرګه کې بايد د ښځو ونډه زياته شي، چې په دې سره به نه يوازې د خپلو حقونو په اړه ډاډمنې شي، بلکې د هغه په وينا افغان مېرمنو ته به دا حق ورکړل شي، چې په نورو سياسي برخو کې خپل نظر په ډاګه کړي:

((ښځې بايد د سولې په مشورتي جرګې کې برخه ولري، په داسې حال کې چې د سولې د جرګې لپاره تياريانې نيول کېږي، نو دا موضوع د افغانستان له حالاتو سره نېغ په نېغه تړاو لري. په دغو هڅو به نه يوازې افغانې ښځې د خپلو حقونو له خونديتوبه ډاډمنې شي، بلکې د شخړو د حل لپاره به نوي نظريات هم وړاندې کړي. دا به افغانو ښځو ته ښه موقع وي چې په دې اړه خپل نظريات وړاندې کړي.))

د افغانستان د بشري حقونو کميسيون هم د افغان مېرمنو وضعيت د اندېښنې وړبللی او وايي چې لاهم په ټولنيزو او سياسي برخو کې ښځې له ګڼو جدي ستونزو سره مخامخ دي.

Image caption د سولې په ملي مشورتي جرګه کې به شاوخوا ۱۳ سوه کسان ګډون کوي.

د دغه کميسيون مشره سيما سمر وايي د ښځو د پوهې د کچې ټيټوالی د دې لامل شوی، چې ښځې له سياسي ډګره ليرې پاتې شي :

(( د خپلو حقونو په اړه د ښځو د عامه پوهاوي نشتوالى يا بي سوادي، روغتيايي ، اقتصادي او عدلي خدمتونو ته د ښځو نه لاس رسى او د حکومت په سياسي رهبري کې د ښځو ونډې ته نه پاملرنه د ښځو پر وړاندې ستونزي دي او بايد ورته ځانگړې پاملرنه وشي. ))

خو د افغانستان د ښځو چارو وزارت د تېرو اتو کلونو پرمهال په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د ښځو پرمختګ د يادولو وړ بولي، چې په وينا يې دوی ښځو ته دا وړتيا ورکړې، چې په ټولو برخو کې ښځې پراخه ونډه واخلي.

د ملګرو ملتونو په خپاره شوي رپوټ کې د جندر د تناسب په اړه راغلي چې د جنوبي اسيا په هېوادونو کې زياتره ښځې د لنګون پرمهال مري او په اسيايي هېوادونو کې د نجونو په پرتله هلکان ډېرې زيږېږي.

په رپوټ کې راغلي په اسيايي هېوادونو کې په سلو کې تر ۶۵ ډېرې ښځې په کرنيزه برخه کې کار کوي، په سلو کې تر ۸۵ ډېرې ښځې بيا په نارسمي دندو بوختې دي.

د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې افغانستان يو له هغو هېوادونو بلل شوی، چې تر ډېره له موقع نه په ګټې اخيستو سره ښځو پارلمان ته لاره موندلې ده.

ورته مطالب