طالبانو د دوو فرانسوي خبريالانو وېديو خپره کړه

فرانسويان
Image caption له دغه ويډيو سره د طالبانو غوښتنې هم ملې دي، وسله وال طالبان وايي چې دوى ددغو بنديانو په بدل کې د ځينو عادي طالبانو خوشې کيدل غواړي او ددغو بنديانو نوملړ يې د فرانسې حکومت ته سپارلى دى .

وسله والو طالبانو د هغو دوو تنو فرانسوي خبريالانو ويډيو خپره کړې ده،چې نژدې درې نيمې مياشتې مخکې له خپل افغان ژباړن او چلوونکي سره د کاپيسا له تگاب ولسوالۍ څخه تښتول شوي وو.

دغو خبريالانو په کلکه د فرانسې له حکومته غوښتي دي چې ددوى د ژغورنې په موخه له طالبانو سره خبرې پيل کړي گنې دوى به ووژل شي.

طالبانو ددغو فرانسوي خبريالانو د پريښودلو په بدل کې د خپل يو شمير بنديانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

پخوا به چې طالبانو د کومو بنديانو ويډيو گانې خپرولې بنديانو به په کې افغاني جامې اغوستې وې،خو دغه دواړه فرانسويان په خپلو لباسونو کې ښوول شوي دي .

داسې ښکاري چې ويډيو په فني ډول ښه جوړه شوې ده او هغه په دې توگه چې د بنديانو څيرې سمې ښکاري خو تر شايي شوخ زرغون رنگ کارول شوى دى چې د گوټې چاپيريال يې له پيژندگلوۍ ويستى دى.

دغه نيول شوي خبريالان وايي چې دا د فرانسې حکومت او ددغه هيواد دريم تلويزوني چينل ته چې دوى ورسره کار کاوه ددوى وروستى پيغام دى،دغه کسان وايي طالبان غواړي چې غوښتنو ته يې بايد غاړه کيښودل شي، د بنديانو په وينا طالبانو دا غوښتنه هم کړې ده چې دا پيغام يې بايد د فرانسې پر تلويزون خپور شي، بنديان وايي که دا غوښتنې ونه منل شي نو دوى د دوى افغان ژباړن او چلوونکى به څلور واړه ووژل شي.

يوه بندي په ځانگړي ډول د فرانسې له ولسمشر نه وغوښتل چې ددوى د ژغورنې په موخه له ځنډ پرته خبرې پيل کړي:

''د فرانسې ولسمشر نيکولاى سارکوزى بايد خامخا پر دې خبره ځان پوه کړي چې موږ د مرگ له گواښ سره مخامخ يو.زه بيا تکراروم چې د فرانسې ولسمشر بايد خامخا په ډيرې بيړې سره زموږ د ژغورنې لپاره خبرې پيل کړي،له دې پرته به موږ ډير ژر اعدام شو.''

له دغه ويډيو سره د طالبانو غوښتنې هم ملې دي، وسله وال طالبان وايي چې دوى ددغو بنديانو په بدل کې د ځينو عادي طالبانو خوشې کيدل غواړي او ددغو بنديانو نوملړ يې د فرانسې حکومت ته سپارلى دى .

خو تر اوسه دې خبرې رسنيو ته لاره نه ده کړې چې دغه عادي طالبان څوک دى او شميره يې څو تنو ته رسيږي ،طالبان وايي فرانسه بايد پر افغان حکوت فشار راوړي.چې غوښتنې يې ومنل شي.

په ويډيو کې يو بندي وايي چې تر نيولو وروسته يې درې مياشتې تېرېږي، دې ته په کتو سره داسې بريښي چې دغه ويډيو به دول ديارلس ورځې وړاندې ډکه شوې وي ځکه دوى د ٢٠٠٩ ميلادي کال د دسمبر پر ٢٩ نيټه نيول شوي وو.

تر دې مخکې تير کال په افغانستان کې د د بريتانيې د گارډين ورځپاڼې يو خبريال هم تښتول شوې وو چې وروسته پريښودل شو،خو په ټوله کې تير کال ٩ تنه خبريالان د وسلوالو طالبانو او مافيايي کړيو له خوا تښتول شوي وو.