په افغانستان کې دامريکا د تګلارو د ارزونې کنفرانس جوړ شو

جنرال پټرېيس

امريکا وايي د راتلونکې کال لپاره يې په افغانستان کې د خپلو پوځي او ملکي تگلارو د بيا کتنې دوه ورځنى گوزاريز کنفرانس په کابل کې رابللى دى.

په کابل کې د امريکا سفارت وايي چې په دې غونډه کې به د امريکا د بېلابېلو ادارو د مشرانو ترڅنگ، د متحدو هېوادو استازي او افغان مشران، پر ننگونو او امکاناتو وغږېږي.

غونډې ته د امريکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال ډېوېډ پېټرېيس او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانگړى استازى ريچارډ هولبروک هم ورغلي دي.

يو افغان عکس شاه مرئ چې د کابل په هوايي ډگر کې ددغه کنفرانس د پرانستنې غونډې ته ورغلى و، وايي چې ولسمشر کرزى د کندوز تر سفر وروسته پرون ناوخته مخامخ هلته ورغى او برخه والو ته يې وينا وکړه:

((ښاغلي کرزي وويل چې بهرنۍ مرستې ستايي او هيله يې داده چې په راتلونکې کې لا ډېرې شي.

ايساف وايي چې دا کنفرانس افغانستان ته پر بهرنيو مرستو د بيا کتنې لپاره رابلل شوى دى. له افغان چارواکو څخه د دفاع وزير رحيم وردگ او د ښاغلي کرزي يو سلاکار ښاغلى سپنتا هم غونډې ته ورغلي ول. ))

خبريالان وايي دا کنفرنس د هغو نويو هڅو په لړ کې جوړېږي چې هدف يې په ناپوځي وسايلو د افغانستان د حالاتو سمول دي.

دغسې يوه تگلاره د بهرينو چارو وزيرې هيلري کلنټن دوه مياشتې وړاندې په واشنگټن کې اعلان کړې وه.

تگلاره افغانستان ته د ملکي کارپوهانو ورماتول اټکلوي چې د کرنې په بيا سمبالولو، د ښې ادارې په جوړولو او عادي ژوندانه ته د اورپکو په بيا ستنولو کې مرسته وکړي.

د کابل دا دوه ورځنۍ ضربتي غونډه د ارگ او سپينې ماڼۍ ترمنځ په يوې بېسارې ترينگلتيا پسې جوړېږي چې اوس يې دواړه لوري د هېرولو هڅه کوي.