هيلري کلنټن: کرزی په کور د ننه تر زيات فشار لاندې دی

ښاغلی ګېټس او کلنټن
Image caption د امريکا او لوېديځ په اړه د ولسمشر حامد کرزي له وروستيو څرگندونو وروسته په امريکايي رسنيو کې د دغه هېواد او افغانستان تر منځ د همکاريو د دوام په اړه زياتې پوښتنې راپورته شوې او ډېرې تبصرې پرې وشوې.

دا د دغو دوو لوړ پوړو امريکايي سياستوالو له خوا د حالت د ښه کولو لپاره يوه قصدي هڅه وه.

له تېرو دوو اونيو راپدېخوا، چې ولسمشر حامد کرزي امريکا او نور لوېديزوال د خپل حکو مت په بې سيکه کولو او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په لاسوهنه تورن کړي دي ، ورسره جوخته د امرېکې په متحدو ايالاتو او د افغانستان په نورو لوېديزوالو متحدينو کې يو ډول وېره او ورخطايي راټوکېدلې ده .

ددغې مسلې په اړه اغلې کلنټن په خپل لومړني تفصيلي غبرگون کې ويلي خلک بايد له حده زيات غبرگون ونه ښيي او په دې پوه وي چې ولسمشر کرزى تر څومره فشار لاندې دى:

(( زه په خپله شخصا له ولسمشر کرزي سره خواخوږي لرم چې هره ورځ او هره دقيقه تر زيات فشار لاندې دی . ))

دغه راز دفاع وزير رابرټ گېټس ويلي ، دى پوهېږي ، چې د افغانانو لپاره دا ډېره ګرانه ده چې پر مشر يې نيوکې کېږي ، ځکه دوی په خپل مشر نيوکې په حقيقت کې د افغانستان په حاکميت تېری گڼي .

له دې کبله اوس د امريکا متحده ايالتونه غواړي چې ددغه حساسيت مخه ونيسي .

د دفاع وزير رابرټ گېټس وايي د ولسمشر کرزي او د امريکايي پوځيانو تر منيځ ښه همکاري دوام لر ي:

(( دى له جنرال مکرېسټل سره ښه او اغېزمنه کاري رابطه لري. ده له جنرال مکرستل سره مرسته وکړه ورسره کندهار ته ولاړ چې د کندهار د راتلونکو عملياتو په اړه له قومي مشرانو سره خبرې وکړي. خو افغانان د خپل ملي حاکميت په اړه اندېښمن دي.

دوی غواړي د ولسمشر درناوی وشي چې د افغانانو او د افغانستان د حاکميت استازيتوب کوي. زه فکر کوم چې د ولسمشر کرزي او د جنرال مکرېسټل تر منځ پوځي همکاري ډېره ښه ده. ))

د امريکا او لوېديځ په اړه د ولسمشر حامد کرزي له وروستيو څرگندونو وروسته په امريکايي رسنيو کې د دغه هېواد او افغانستان تر منځ د همکاريو د دوام په اړه زياتې پوښتنې راپورته شوې او ډېرې تبصرې پرې وشوې.

اوس په افغانستان کې کم و زيات ٩٠ زره امريکايي سر تېري د طالبانو پر ضد جنگېږي.

له افغانستان څخه د امريکايي سر تېرو وتل زيات خطرناک دي نو له دې کبله اوس دغو دوو امريکايي سياستوالو په کور د ننه او هم په افغانستان کې د خلکو او سياستوالو د ارامولو لپاره دغه تبصرې وکړې.