افغان حکومت:د نیول شوو ایټالویانو قضیه تر څېړنې لاندې ده

وړاندې د هلمند والي ادعا کړې وه چې دغو کسانو د هغه د وژلو دسيسه جوړه کړې وه

افغان حکومت وايي د هلمند د والي د وژنې د دسيسې د جوړولو په تور له نيول شوو درو ايټالويانو نه پوښتنې گرويږنې روانې دي.

د ولسمشر وياند وحيد عمر وويل د عدليي او قضايي څانگو د تحقيقاتو له بشپړيدو وړاندې په دې اړه څه ويل له وخته مخکې خبره ده .

سره له دې چې د هلمند چارواکو د ايټالوۍ خيريه موسسې ايمرجنسي دکارکوونکو له نيولو سملاسي هغوى د والي گلاب منگل د وژنې په پلان جوړونې او مخامخ له طالبانو سره په لاس لرلو تورن کړل، خو اوس افغان چارواکي په دې اړه له احتياط نه کاراخلي .

د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر وويل نيول شوي دري ايټالويان د افغان امنيتي ځواکونو په توقيف کې دي او همدا چې پېښه وڅېړل شي جزييات به يې په ډاگه شي.

ښاغلي عمر زياته کړه دا لا وختي ده چې د عدلي او قضايي څانگو د تحقيقاتو له بشپړېدو وړاندې په دې اړه څه وويل شي:

'' تر کومه ځايه چې د دريو ايټالويانو خبره ده،دا يوه عدليي او قضايي موضوع ده. تاسې پوهېږئ چې هغوى د افغان حکومت په توقيف کې دي. د هغوى د فعاليتونو په اړه تحقيقات روان دي، له تحقيقاتو وړاندې د هغوى د برخليک په اړه څه ويل له وخته مخکې خبره ده.''

ښاغلي عمردا و نه ويل چې له نيول شويونه پوښتنې گروېږنې کله پيل شوي او کله به پاى ته ورسيږي؟

تېره ورځ ( دوشنبه د اپريل ١٢) د ايټاليا سفير هم د دريو ايټالويانو او شپږو افغانانو د نېونې او قضيې په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه هلمند ته تللى و.

په کابل کې د ايټاليا سفارت هلمند ته د سفېر د سفر په اړه بي بي سي ته معلومات ورنکړل، خو د والي وياند داود احمدي وايي هغه له والي گلاب منگل سره د ليدنې پرمهال د نيول شوو د قضيي د چټکې او شفافې څېړنې غوښتنه وکړه.

'' د ايتاليا سفير له والي گلاب منگل سره د ليدو کاتو برمهال وويل بايد د نيول شوو کسانو قضيه په شفاف ډول وڅېړل شي او دغه راز د قضيي د څيړلو بهېر هم چټک شي. ''

خو ښاغلي احمدي په دې اړه نا خبري وښووله چې سفير له نيول شوو کسانو سره هم ليدلي که څنگه؟

د شنبې په ورځ د دغو کسانو له نيولو ورسته د ايمرجنسۍ مرکزي دفتر چې د ايټاليا په پلازمينه روم کې دى په خپل لومړني غبرگون کې دا تورونه خندونکي او نه منونکي وبلل او ويې وويل چې حقيقت به ډېر ژر په ډاگه شي .

چارواکي وايي ايمرجنسي روغتون لا هم خلاص دى او خپل کار مخ ته وړي.

ورته مطالب