په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان حکومت الکترونيکي تذکزې جوړوي

افغان حکومت وايي تر راتلونکو شاوخوا درېو کلونو پورې به د افغانستان نژدې ټول وگړي الکترونکي تذکرې يا پېژند پاڼې ولري.

د مخابراتو وزارت په پام کې لري چې د نويو تذکرو د وېش لړۍ نهه مياشتې وروسته په پلازمېنه کابل کې پيل شي .

د الکترونکي تذکرو د وېش چارې به څه باندې درې کاله وخت ونيسي او دغه پروسه به په مرحله ييز ډول په دريو پړاوونو کې په ټول افغانستان کې پلى شي.

په کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزي له ښاغلي سنگين نه د يوې مرکې په پيل کې د نويو تذکرو د پروسې د جزيياتو په اړه پوښتلي دي.