ایساف وايي د کونړ له کوړنګله یې خپل سرتېري راوایستل

د کونړ په کوړنګل کې بهرني سرتېري
Image caption د ایساف اعلامیه په همدې تړاو لیکي له کوړنګله ځکه سرتېري را په شاکړل چې نوموړي سیمه سخته پېچلې او لرې پرته وه.

په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونه وايي د کونړ له کوړنګله يې خپل سرتېري وايستل.

دغه خبر د ایساف په یوه وینا کې له بګرامه خپور شو، ویناپاڼه لیکي د سرتېرو د راویستلو پرېکړه د اوباما د ستراتیژۍ برخه ده چې خپل سرتېري به له لیرې ځایونو راباسي او په ګڼ مېشتو سیمو کې هلته چې ددوې په وینا د خلکو خوندیتوب ته ډېره اړتیا وي، دېره کوي.

د افغانستان په ختیزکې د ایساف یوه ویاند بي بي سي ته وویل د سرتېرو د راویستلو پرېکړه افغان او ایساف پوځي قوماندانانو په ګډه کړې ده.

ویاند زیاتوي له دغې سختې او پېچلې درې نه د سرتېرو د راویستلو مانا دا نه ده چې ګوندي دوې دغه سیمه په لوی لاس د طالبانو په ولکه کې ورکوي، بلکې دده په وینا د نړیوال او افغان ځواکونو ګزمې اواور پکو پر ضد لټون به روان وساتي.

که څه هم نن سهار وسله والو طالبانو په کوړنګل کې د بهرنیو ځواکونو سره د یوې سختې جګړې په ترڅ کې د ځینو ځایونو د نیولو او نړیوالو سرتېرو ته د سر درون زیان د اړولو ادعا کړې وه، خو د ایساف ویاند وایي پوځیان د تازه جګړې له امله نه بلکې له مارچ میاشتې راپدېخوا د پوځیانو په را کوزولو شروع شوې ده.

د ایساف همدا ویاند زیاتوي له کوړنګل نه راپه شاشوي سرتېري به د کونړ په نورو هغو ځایونو کې چې تردغه ځایه یی خوندیتوب ډېر اړین وي ځای پر ځای کړي .

د ایساف اعلامیه په همدې تړاو لیکي له کوړنګله ځکه سرتېري را په شاکړل چې نوموړي سیمه سخته پېچلې او لرې پرته وه.

کوړنګل هغه سیمه ده چه د ډیرو بهرنیو او افغان سرتېرو ککرۍ پکې ورغړېدې آن په ۲۰۰۵کال کې وسله والویوه امریکایې دوه څرخي چورلکه رانسکوره او پکې د ۱۵په شاوخواکې سرتېري ووژل شول.

که څه هم له لریوسیمو نه د پوځیانو راویستل د امریکایي ولسمشر د ستراتیژۍ یوه برخه ده خو پوځي کار پوهان او ځایې افغان چارواکي په دې ګومان دي چې په دغه ډول ځایونو کې د پوځي حضور نشتوالی د طالبانو او نور وسله والو فعالیت پیاوړی کولی شي داهم د یادولو ده.

څو کلونه وړاندي چې کوړنګل له طالبانونه نړیوالو او افغان ځواکونو ونیو په سیمه کې ده هغه وخت لوړپوړي امریکایی پوځي مشر جنرال جان ابي زید هم دغي سیمې ته د خبریالانو سره یوځای ورغلي و .

همدې ته په کتو د تېر کال په وروستیو کې دکونړ له ګاوندي نورستان له کامدېش نه بهرني ځواکونه راووتل خو اوس د رپوټونو تر مخې افغان پولیس او پوځیان یو ځل بیا کامدېش ته په ورننوتودي .

ورته مطالب