دعالمانو شوار: بهرنيان دې افغانان نه وژني

Image caption دا په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو د وړمې ورځې د بريد په غبرګون کې دو لسي خلکو لاريون دی .

د افغانستان د عالمانو شورا په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو باندې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې له اړخه کلکې نيوکې کړې او ترې غوښتي يې دي چې ددې کار مخه ونيسي.

د افغانستان د ديني عالمانو شورا وايي له دې سره سره چې دوى په وار وار له نړيوالو ځواکونو د ولسي وګړو د مرگ ژوبلې د مخنيوي غوښتنه کړې خو بيا هم دا چاره نه ده درېدلې.

د عالمانو شورا دغه څرګندونې، په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو د وړمې ورځې د بريد په غبرګون کې کړې چې په پايله کې يې څه باندې ٢٠ ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې وه .

د افغانستان د عالمانو د شورا وياند قيام الدين کشاف د دغې پيښې په اړه خواشيني وښوده او ويي ويل بهرني ځواکونه بايد د افغانانو ژوند او وينې بې ارزښته و نه بولي.

ښاغلي کشاف ټينگار و کړ چې بهرني ځواکونه دې خپل عمليات له افغان لوري سره په همغږي تر سره کوي چې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې مخه ونيول شي.

دغه راز د عالمانو شورا د حکومت پر مخالفينو غږ وکړ چې جگړه د ستونزې د حل لار نه ده او بايد د خبرو اترو په مرسته شته ستونزو ته د هواري لارې ولټوي.