فقيري: د افغانانو اعدام حکومت ته ټکان ورکړی

افغان رپی

په دې وروستيو کې په ايران کې د اعدام شويو افغان وگړو د شمېر په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.

د سه شنبې پر ورځ د افغان ولسمشر وياند ويلي وو چې د اعدام شويو کسانو شمېر درې دی ،خو د ملي شورا ځينې غړي وايي چې ايران څلوېښت افغانان اعدام کړي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ظاهر فقيري د کره شمېرې له څرگندولو ډډه وکړه خو دا يي وويل چې دې چارې افغان حکومت ته ټکان ورکړى دى:

((دغو راپورونو د افغانستان حکومت ته ټکان ورکړى دى ،او د بهرنيو چارو وزارت په جدي توگه دا قضيه له ډپيلوماتيکو او امنيتي لارو څخه څارلې ده. لومړنۍ پلټنې ښيي چې د اعدام شويو وگړو شمېر يو څه ډېر ښوول شوى دى،خو بيا هم دې خبرې افغان حکومت اندېښمن کړى دى،او په ايران کې يې د افغانستان ډيپلوماتيکو سرچينو ته دنده سپارلې چې دا قضيه په بشپړ جديت سره له ايراني چارواکو سره راپورته کړي.))

په ايران کې داسې مهال افغانان اعدامېږي چې دواړو هېوادونو داسې تړونونه لاسليک کړي ، چې که ايران يا افغانستان د يو بل وگړي اعداموي نو وار له مخې بايد له يو بل سره يوه پوهاوي ته ورسېږي.

ښاغلي فقيري وويل په ايران کې افغان قونسل ته دنده سپارل شوې چې د نور معلوماتو ترڅنگ ځان ته دا هم معلومه کړي چې ايا دغه محاکمې عادلانه وې او کنه ، بله دا چې ايا تورنو افغانانو مدافع وکيلان لرل که نه؟

ښاغلى فقيري وايي که پلټنې څرگنده کړي چې دغه افغانان په نا عادلانه توگه اعدام شوي نو دا خبره به د معتبرو نړيوالو سرچينو او ادارو په حضور کې له ايران سره راپورته کړي.

ايراني چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د افغانستان د ولسي جرگې يو پلاوي چې نوى نوى له ايرانه راستون شوى و، ويلي وو ، په ايران کې تر پنځو زرو ډېر افغانان د زندانونو د تورو تبمو شاته د ژوندانه شپې ورځې تېروي چې درې زره يې په اعدام محکوم شوي دي.

خو ايراني چارواکو هغه مهال ويلي وو چې دا شمېرې سمې نه دي خو له دې سره سره يې پخپل هېواد کې د افغان بنديانو شمېر تر څلورو زرو ډېر ښووولی و.

په ايران کې دا مهال نژدې دوه ميلونه افغانان د کډوالۍ وخت تېروي چې ډېری دغه کډوال د هغه هېواد دپوليسو له ناسم چلند څخه سرټکوي .