م.م: پېنځه کارکوونکي مو ورک دي

Image caption که څه هم تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د ملګرو ملتونو دغه پېنځه کارکوونکي به تښتول شوي وي او که څنګه؟ خو تر دې مخکې څو ځله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کاروونکي تښتول شوي ول.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د دوی پېنځه افغان کارکوونکي ورک شوي دي .

دغه کسان د جمعې پر ورځ ورک شوي خو تر اوسه پورې يې دو رکېدو ځای نه دی معلوم شوی .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموريت وياند ډان مک نارټن ويلي دوی هڅه کوي چې په دې اړه معلومات راغونډ کړي چې کارکوونکو ته يې څه ورپېښ شوي دي .

پخوا هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو يو شمېر کارکوونکي تښتول شوي ول .

خو تر اوسه پورې ددغو پېنځو کسانو په اړه ډېر جزيات نه دي ورکول شوي چې ايا تښتول شوي به وي او که څنګه؟

افغان حکومت هم تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .