د پېلوزي هنري ادبي اوونيزه خپرونه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خيبر پښتونخوا نوم شو، خو ژبه چېرې ده؟ تېره اوونۍ د پاکستان پارلمان يا قومي اسمبلۍ او ورپسې بيا د مشرانو جرګې يا سنا په خپل اساسي قاونون کې د اتلسم ترميم پر وړانديز موافقه وکړه.

د دغه ترميم له مخې د سرحد صوبې نوم پښتونخوا شو. د ډېورېنډ کرښې کوزه غاړه پښتانه وايي د پښتونخوا نوم د نورو قومونو په څېر د دوی پېژندنه او هم له پخوا د دوی تاريخي غوښتنه وه، چې اوس پوره کېدونکې ده.

Image caption پېښور د پښتونخوا مرکزي ښار دی، خو ډېر خلک يې په پښتو ژبه ليک او لوست نه شي کولی.

د بالې نڅا او په اتريش کې د نڅا له دود اورو. د بېلا بېلو ولسونو بېلا بېل ډولنه نڅاوې وي. ځينو نڅاوو د وخت په تېرېدو نړيواله بڼه غوره کړې، چې يوه په کې د بالې نڅا ده.

د (بال روم نڅا) يو ډول په زړه پورې او ډرامايي جسمي خوځښت بلل کېږي، چې په ټولنيزې نڅا هم پېژندل شوې ده، ځکه چې دا يوه دوه کسيزه نڅا وي.

د (بال روم نڅا) پنځه ډولونه لري، چې معاصر والټز، ټانګو، د ويېنا والټز، ورو فاکسټروټ، او ګړندي ګامونه نومېږي. دغه نڅاوې کېدی شي د سياليو بڼې هم ولري. دغه نڅاوې په اروپا کې ډېر شهرت لري. د اتريش په پلازمېنه ويېنا کې ځوانان او پېغلې د دغې نڅا زده کړې ته ډېره پاملرنه کوي.

په پېلوزي کې مو دغه لنډ کورني خبرونه هم راغونډ کړي وو:

ښايستو د استاد سعد الدين شپون څلورم ناول دی چې په دې وروستيو کې دانش خپروند چاپ کړی دی. استاد شپون تر دې وړاندې د شين ټاغي، گټيالي او سمڅې ياران په نامۀ درې ناولونه کښلي او خپارۀ کړي و.

کلونه پخوا د بوډا او سيند په نامۀ ناول له انگريزي د دوى په قلم پښتو ته ژباړل شوى. د استاد شپون د لنډو کيسو ټولگه، د بنگي او د شعرونه مجموعې هم خپرې شوې دي. د استاد نثر د ډېرو په وينا خوږ دى او خپل سبک لري.

ښاغلی شپون وايي ((ښاېستو داسې مينه ده چې چا په خوب نه وي ليدلې. د روا او ناروا مينو کيسه ده، لکه افغانستان کې داسې نه کېږي چې سړى په خپلې ښځې وروسته مين شي او دې ناول کې هم دی وايي دا کار شوى دا چې له بلې نجلۍ سره هم مينه شوې ده .))

(تاخو ويل چې زه به نښه درکړم!) د خوست د ځوان شاعر نورشاه (نوراني) د شعرونو لومړۍ ټولګه ده، چې د حيدرخېل ادبي بهير له لوري تازه چاپ شوې ده.

نورشاه نوراني له يوې موده راهيسې د خوست د ځوان نسل په شعري ډګر کې د يو بريالي شاعر په توګه ځان ځلولی، او د پښتنې سيمې په کچه يې تل د ښه شعر ستاينه کېږي. حيدر خېل ادبي بهير پر دې سربېره د (منګی اوتږی) چې د نواب صديقي شعري ټولګه ده، او (ملي مبارز علامه محمود طرزي) کتاب چې نصيراحمد روښان ليکلی، چاپ کړی دي.

دځوان ژورناليست اوليکوال محمدابراهيم (سپېڅلي) لومړنى اثر(دپېغلي زړه ) چاپ شوی دی. دغه کتاب په ښکلې پښتۍ او (۸۴) مخونو کې خپله د ليکوال لخوا په کندهار کې خپور شوى دى.

(د پېغلي زړه) باندې چې لنډې ادبي ټوټې دي تکړه ليکوال، شاعر او ژورنالېسټ عبد الغفور لېوال او د کندهار د اطلاعاتو او کلتور پخواني مشر ارواښاد عبدالمجيد (بابي) سريزې کښلې دي.

دغه راز د ځوان ليكوال عارف همدرد د ادبي ټوټو ټولګه چې ( تېر يادوونه ) نومېږي، په دوه زره ټوكو كې خپره شوې ده. دغه كتاب په اتيا مخونو كې ميهن خپرندويې ټولنې په پېښور كې چاپ كړى دى.

دا اوونۍ د سيکانو دلوى اختر يا ويساک دلمانځنې درې ورځني مراسم په جلال اباد کې ترسره شول.

دغه مراسم د سيکانو د لوى مشر (ګروببنانک) د زېږېدو دکلېزې په ورځ پېلېږي چې سږ کال يې ٣١٢ مه کاليزه ده. دسيکانو د اختر لمانځنې مراسم په ځانګړي مذهبي موسيقۍ دجلال اباد په درمسال کې پيل شول، او بيا د سره رود دسلطان پور چينو ته لاړ ل.

د پېلوزي لنډ بهرني خبرونه دا دي:

په لندن کې د (سودبي) مزادونو نندارتون دا اوونۍ د مزاد ننداره درلوده، چې له اسلامي نړۍ نه په کې هنري ټوټي، مخطوطات يا ليکنې او پخوانۍ وسلې په کې مزاد ته وړاندې شوې وې. دغه لرغونې ټوټې چې د بېلا بېلو معيارونو ځانګړتياوې يې درلودې، د (۱۷) مې او (۱۸) ميلادي پېړيو ترمنځ جوړې شوې دي.

Image caption د عثماني زمانې بېلګې

په دغه مزاد کې نادرې هنري ټوټې د هندي سلطان (ټيپو) له زمانې وې، چې په ختيځ کې له جنوبي اسيا نيولې بيا په لوېديځ کې تر اسپانيا پورې د اسلامي هنرونو يوه برخه وه، د شمالې افريقا، ترکيې او ايران د هنرونو ټوټې هم په کې وړاندې شوې وې.

د بريتانيا ناول ليکونکې (زوې هېلر) د نړۍ تر ټولو شتمنې ادبي جايزې په لېست کې ځای موندلی دی. دغه جايزه چې (امپاک) نومېږي (۱۰۰) زره يورو يا (۸۷) زره پونډو ته رسېږي.

د مېرمن (هېلر) په نور ليکنو کې د (رسوايۍ نوټونه) کتاب هم راځي، خو اوس په خپل نوي ناول د (باور څښتنان) له اتو نورو ليکوالانو سره د دغې جايزې ګټلو ته سيالي کوي. د بريتانيا دوه نور ليکوالان (راس رېزن) او (رابرټ اېډرېک) هم د ايرلنډ له (جوزېف اونېل) سره دغې جايزې ته نومول شوي دي.

د جايزې سيالان د نړۍ د بېلابېلو برخو د (۱۶۳) کتابتونونو له خوا له (۱۵۶) نومول شويو ناولونو څخه غوره شوي دي. امريکا، روسيه او جنوبي افريقا د (۱۴) هېوادونو ترمنځ دي چې ګټونکيو ته په رايه ورکونه کې برخه اخلي، په داسې حال کې چې له ټولو ژبو څخه کتابونو دغې جايزې ته د نومونې وړ دي. دغه جايزه چې د (ډبلېن) عامه کتابتونونو له خوا اداره کېږي، ګټونکی به يې د جون په (۱۷) مه اعلانېږي.

بريتانوي هندي ليکوال (رانا ډاسګوپټا) د خپل ناول (سولو) پر سر د غوره کتاب (۱۰) زره پونډه جايزه ګټلې ده. دغه (۳۸) کلن ليکوال چې د بريتانيا په (کېنټ) کې زېږېدلی، اوس په نوي ډيلي کې اوسېږي.

د ادبي جايزې څار ډلې د ده په ليکنه کې د تلوسې اړخ ستاينه وکړه. د استراليا ليکوالې (ګلېنډا ګېسټ) بيا په خپل (سيډن راک) ناول د لومړي کتاب جايزه وګټله، دغه ناول په سيالۍ کې د (عجيبو څېرو په شتمنو لوبغاړيو) وځلېد. دغو دواړو ليکوالانو لومړی ځل داسې سترې جايزې ګټلې دي.

دغه جايزه چې د (همګټو هېوادونو د ليکوالانو جايزه) بلل کېږي يو کلنی دود دی چې د بريتانيا د پخوانيو مستعمرو ادبي کارونو ته ورکول کېږي. دا ځل په کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د همګټو هېوادونو د پای لېست غوره ليکوالان د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې راغونډ شوي وو.

د رواني ناروغۍ ډرامې (له نارمل سره نژدې) د پوليټزر جايزه وګټله. په دغه ډرامه کې يوه مېرمن له ذهني يا دماغي ناروغۍ رنځ ګالي. دا د موسيقۍ ډرامه ده چې د خپلې موضوع د پراخوالي له امله ستايل شوې ده. پر دې سربېره د پاول هارډېنګ لومړی ناول (ټېنکرز) په خيالي برخه کې د پوليټزر هېښونکی ګټونکی و. د (پوليټزر) جايزې چې له (۱۹۱۷) راهيسې ورکول کېږي، د بېلابېلو برخو ليکنې او کاورونه په کې غوره کېږي، چې غوره ژورنالېزم هم په کې وي.

د اسراييلو سترې محکمې عربي ليکوال (علا حليحل) ته اجازه ورکړې چې په يو ادبي جشن کې د ګډون لپاره بيروت ته سفر وکړي. دا د (بيروت ۳۹) ادبي فسټيوال دی، چې له ټولو عربي هېوادونو څخه له (۴۰) ټيټ عمره ځوانان په کې برخه اخلي.

اسراييلي چارواکيو له دې مخکې (حليحل) ته د سفر اجازه نه ورکوله، او داسې لارښوونې يې کړې وې چې ځينې عربي هېوادونه يې په کې (دښمن) بللي وو، او هلته يې پر سفر بنديز لګولی و، چې لبنان، سوريه، سعودي، عراق او يمن په کې راځي. حليحل (۳۵) کلن ليکوال دی، ده ځينې ډرامې او د کيسو ټولګې ليکلې او خپرې کړې دي.

(عدنيه شبلی) يوه بله عربي ليکواله ده چې د بيروت فسټيوال کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو لا تر اوسه څرګنده نه چې لبنان ته به سفر وکړي که څنګه.

د ايټاليا په تورينو ښار کې د "تورينو" په نامه يو کفن، چې د عيسويانو په ګمان عيسی عليه السلام پکې نغښتل شوی و، په تېرو لسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره نندارې ته اېښودل کېږي. اټکل دی په راتلونکو دوو اوونيو کې به د دغه کفن د ليدو لپاره د ايټاليا دغه شمالي ښار ته کابو دوه ميليونه نندارچيان ورشي.

دغه راز پاپ بېنېډېکټس به هم د مې په (۲) مه د دغه کفن د ليدو او هلته د "ديني مراسمو" د ترسره کولو لپاره تورينو ته ورشي.

پر کفن د يوه ږيرور سړي ژيړبخن انځور کښل شوی، چې پر لاسونو او پښو يې د وينې څاڅکي هم ليدل کېږي.

Image caption د نندارې په مهال به کفن په مرمۍ ضد ښيښه يي صندوق کې ايښودل شوی وي.

په ۱۹۸۸ کال کې پر دغه کفن د کاربون ازموينې وشوې، او څرګندوله يې چې منځنيو پېړيو دی، خو د ازموينو پايلې د شک وړ وې.