''مارک سيډوېل: راتلونکو پارلماني ټاکنو ته خوشبينه يو''

هالنډي سرتېري په افغانستان کې
Image caption وړاندې د هالنډ حکومت هوډ وکړ چې افغانستان کې د خپلو پوځيانو د ماموريت موده د 2008 کال پورې وغځوي، خو بيا وروسته دغه موده د 2010 تر اګست مياشتې وغځول شوه .

په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو ملکي استازي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د نوي رييس د ټاکل کېدو هرکلی کړی.

بي بي سي ته په کابل کې د نړيوالو ځواکونو لخوا په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، د نړيوالو ځواکونو ملکي استازي مارک سيډوېل افغان حکومت او پارلمان ته د راتلونکو پارلماني ټاکنو مبارکي ويلې ده .

ټاکل شوې چې د افغانستان پارلماني ټاکنې په راتلونکې سپتمبر مياشت کې وشي.

مارک سېډويل په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي: “زه د افغانستان د حکومت لخوا د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د نوي رييس د ټاکل کېدو هرکلی کوم، هيله ده چې پارلماني ټاکنې به د هېواد سياسي کړکېچ حل او د اورپکو فعاليتونه ختم کړي. “

ښاغلي سيډوېل ويلي په افغانستان کې پرمختګ، د ديموکراسۍ پر پښو درېدل او د يوه باثباته افغانستان جوړېدل د ټولې نړۍ لپاره خونديتوب دی .

بل خوا په افغانستان کې مېشتو ايساف ځواکونو ويلي چې د افغانستان په جنوب کې يې دوه سرتېري وژل شوي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر بي بي سي ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دا دوه سرتېري پرون (شنبه، د وري/حمل ۲۸مه) مازيګر مهال د ماين په چاودنه کې وژل شوي.

ايساف د وژل شوو سرتېرو هويت نه دی په ډاګه کړی.

Image caption لومړي وزير جان بالکنينډي چې د ديموکرات مسيحي ګوند غړی دی، له ناټو ايتلاف غوښتي وو چې افغانستان کې د هالنډي ځواکونو د ماموريت موده تر روان کال وروسته هم وغځوي .

خو د مرکزي ارزوګان ولايت ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ايساف هالنډي ځواکونو پر سرتېرو د سړک غاړې ماين چاودلی، چې له امله يې دوه هالنډي سرتېري وژل شوي دي.

چارواکي وايي سرتېري د ختيځ ترينکوټ ختيځ لور ته په ګزمه روان وو، چې د سړک غاړې ماين پرې وچاودېده.

د ويلو ده چې په روان کال کې افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د روان کال د فبرورۍ پر ۲۰مه د هالنډ حکومت په افغانستان کې د هالنډي ځواکونو د ماموريت د غځولو پر سر د واکمن ايتلاف او مخالفې ټلوالې ترمنځ اړيکي سره خړپړ شوي وو .

لومړي وزير جان بالکنينډي چې د ديموکرات مسيحي ګوند غړی دی، له ناټو ايتلاف غوښتي وو چې افغانستان کې د هالنډي ځواکونو د ماموريت موده تر روان کال وروسته هم وغځوي .

خو د کارګرو ګوند، چې د کېڼ اړخي واکمن ګوند يوه برخه ده، د ماموريت له غځولو سره مخالفت ښوولی و.

دويم تمديد

هالنډ ‎په افغانستان کې کابو 2000 سرتېري لري، چې ګڼ يې له 2006 کال راهيسې په ارزوګان ولايت کې مېشت دي چې د ماموريت موده يې تر راتلونکې اګست مياشتې پورې پای ته رسېږي او تر دې مهاله يې 21 سرتېري وژل شوي .

وړاندې د هالنډ حکومت هوډ وکړ چې افغانستان کې د خپلو پوځيانو د ماموريت موده د 2008 کال پورې وغځوي، خو بيا وروسته دغه موده د 2010 تر اګست مياشتې وغځول شوه .

Image caption مارک سيډوېل: ''زه د افغانستان د حکومت لخوا د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د نوي رييس د ټاکل کېدو هرکلی کوم، هيله ده چې پارلماني ټاکنې به د هېواد سياسي کړکېچ حل او د اورپکو فعاليتونه ختم کړي.''

د تېرکال د اکتوبر په مياشت کې د هالنډ پارلمان له لومړي تمديد وروسته د ځواکونو د ماموريت د غځولو لپاره رايې واچولې، خو حکمت لاهم حکومت د پارلمان لخوا وړاندې شوې مصوبه نه ده تاييد کړې .

بل خوا د ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروان يو ټانکر موټر د کندهار ژېړۍ ولسوالۍ په پاشمول سيمه کې په وسله واله نښته کې وسوځول شو.

د چارواکو په وينا چې په دي بريد کې يو ټانکر موټر سوځيدلى او کوم ځاني زيان يې نه دى اړولى.

چارواکي دا هم وايې وسله والو طالبانو د لويې لارې سره په اړخ کې کمين نيولى، چې بيا وروسته يې سپکې درنې وکارولې.

يو تن عيني شاهد محمد نسيم وایي چې نښته سهار شاوخوا اته بجې پيل شوه او تر څه باندې نهو بجو پورې يې دوام وکړ.

ورته مطالب