''د م. م يو کارکوونکی افغان پوليسو وژلی و، نه طالبانو''

په کابل کې د ملګروږ ملتونو پر مېلمستون بريد
Image caption افغان پوليسو هغه مهال ويلي وو چې ښاغلى مکسويل د طالبانو په ډزو کې وژل شوى دى.

د ملگرو ملتونو او متحدو ايالتونو يوه گډه پلټنه چې د جرمني يوې مجلې ته يې لاره موندلې ده ښيي چې تير کال په کابل کې د ملگرو ملتونو پر ملمستون ځانمرگي بريدونه شوي وو ددغه سازمان يو غړى 'د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ويشتل شوې او وژل شوى وو.'

مجله وايي دا د کابل د پېښې په اړه د متحدو ايالتونو د پلټنو د فدرالي ادارې ايف ، بي، اى او ملگرو ملتونو گډه پلټنه ده چې تر سره شوې ده ددغو بريدونو په ترڅ کې د ملگرو ملتونو ۸ کارکوونکي وژل شوي وو.

د ملگرو ملتونو يوه وياند فرهان حق سـټرن وېبپاڼې ته ويلي دي د پلټنو پايلو د دې شونتيا رامخې ته کړه چې د ملگرو ملتونو يو شمېر کارکوونکي به د وسله والو طالبانو پر ځاى د افغان امنيتي ځواکونوپه ډزو کې وژل شوي وي:

((د پلټنو له مخه پر ميلمستون د طالبانو تر ډزو او ځانمرگو بريدونو وروسته د ملگرو ملتونو يوه تن کارکوونکي لويس مکسويل غوښتل چې د پېښې له ځايه وتښتي، چې کوڅې ته ورسېد نو د افغان امنيتي چارواکو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو.))

Image caption طالبانو هغه مهال ويلي وو چې دا د دوى له خوا د ولسمشريزو ټاکنو د گډوډولو لومړۍ هڅه ده .

ليکي چې دا ټوله کيسه په يوه نا مسلکي ويډيو پټه کې خوندي ده.

افغان پوليسو هغه مهال ويلي وو چې ښاغلى مکسويل د طالبانو په ډزو کې وژل شوى دى.

په دې اړه موږ د افغانستان د کورنيو چارو له وزارت سره هم اړيکي ونيول هغوى وويل چې د اوس لپاره هېڅ نه شي ويلاى خو وروسته به پر دې اړه خپل غبرگون وښيي.

پر ملگرو ملتونوبريد داسې مهال شوې و چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو ته چمتووالی نيول کېده .

طالبانو هغه مهال ويلي وو چې دا د دوى له خوا د ولسمشريزو ټاکنو د گډوډولو لومړۍ هڅه ده .

تر دغو بريدونو څو ورڅې وروسته ملگري ملتونه اړ شول چې خپل يو شمېر کارکوونکي د لنډ مهال لپاره له افغانستان بهر کړي.

د افغان امنيتي ځواکونو په ډزو کې د ملگرو ملتونو د بهرني کارکوونکي د وژل کېدو خبره پرون داسې مهال جرمني رسنۍ ته ووته چې د افغانستان په شمال ختيځ کې د ملگرو ملتونو د پنځو تنو افغان کارکوونکو د ورکېدو خبرونه خپاره شول.

ورته مطالب