افغانستان کې زلزلې اووه تنه وژلي

Image caption په ۲۰۰۲ کال کې هم د افغانستان په بغلان کې زلزله وشوه، او بیا وروسته په سمنګان ولايت کې يوې بلې زلزلې کابو ۱۰۰۰ تنه ووژل .

د افغانستان په شمال کې زلزلې لږ ترلږه اووه تنه مړه کړي او تر ۷۰ ډېر نور يې ژوبل کړي دي .

د سمنګان مرستيال والي وايي زلزله تېره يکشنبه نيمه شپه وشوه .

د زلزلزې شدت د ريختر په کچه پنځه اعشاريه درې ښودل شوی دی .

چارواکي وايي د زلزلې له امله د خلکو د استوګنې پر ځايونو لويې تېږې راښويېدلې، چې ګڼ خلک يې ژوبل کړي.

که څه هم په زلزله کې د مړو شوو دقيق مالومات نه شته، خو د افغانستان د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې اداره وايي چې دوی ته تر اوسه د شپږو تنو د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو خبر ورغلی.

چارواکي وايي سیمې ته يې د ژغورنې ډلې استولې دي.

له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي ښايي د ورځې په اوږدو کې په زلزله کې د وژل شوو او ټپيانو شمېر زيات شي.

سمنګان له کابله شاوخوا ۱۹۰ کيلومتره ليرې د افغانستان په شمال کې پروت دی.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د خبر له مخې، دا زلزله په کابل او د افغانستان په ځينو نورو ګاونډيو هېوادونو لکه ازبکستان او تاجکستان کې هم احساس شوې ده .

د سمنګان مرستيال والي غلام سخي بغلاني بي بي سي ته ويلي د زلزلې زيات شدت د سمنګان ولايت په صوف دره کې و .

نوموړی وايي ښايي په زلزله کې د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم زياته شي.

بغلاني زياتوي چې د زلزلې له امله ۳۰۰ کورونه ويجاړ شوي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

دی وايي چې په دې زلزله کې سلګونه څاروي هم مړه شوي.

د سيمې اوسېدونکي وايي د زلزلې او تيږو له رالوېدو سره د صوف درې ته تللې لاره بنده شوې. چې د غرونو له لارې تر مرکز ايبک پورې د موټر د اتو ساعتونو لار ده .

که څه هم سيمې ته د ژغورنې درې سيمه ييزې ډلګۍ استول شوې، خو هلته خلک درملنې او نورو اړينو توکو ته ضرورت لري.

په افغانستان کې هروخت زلزلې کېږي، چې زياتره يې د هندوکش سيمه اصلي مرکز بلل کېږي.

په ۲۰۰۲ کال کې هم د افغانستان په بغلان کې زلزله وشوه، او بیا وروسته په سمنګان ولايت کې يوې بلې زلزلې سلګونه تنه ووژل .

او په ۱۹۹۸ کال کې بيا د تاجکستان پولې ته څېرمه د ۵ اعشاريه ۹ او ۶ اعشاريه ۶ شدت لرونکو دوو زلزلو تر ۶۰۰۰ تنه ووژل .

او د ۲۰۰۹ کال په اپرېل کې په ننګرهار کې زلزلې شاوخوا ۲۰ تنه ووژل .

ورته مطالب