نامتو افغانه سينمايي لوبغاړې انيسه وهاب مړه شوه

انيسه وهاب
Image caption انيسه وهاب نژدې اته کاله په کابل کې د بي بي سي راډیو د تعلیمي پروګرامونو په څانګه کې له نوي کور نوي ژوند ډرامې سره همکاري کوله.

د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون، سینما او تیاتر نامتو لوبغاړې انیسه وهاب د ورپېښې ناروغۍ له امله پرون د ۵۳ کلونو په عمر مړه شوه.

نوموړې له یوې میاشتې راهیسي د مغزي تومور له امله د ناروغۍ په بستر کې وه.

انیسه وهاب ۴۰ کاله د افغانستان د تیاتر په برخه کې کار کړی وو او ډېر آثار ترې پاتې شول.

انیسه وهاب په ۱۳۳۶ کال کې د کابل ښار په شش درک سیمه کې زیږیدلې.

دا اووه کلنه وه چې د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې یې د ماشومانو په خپرونو کې خپل هنري کار پیل کړ.

مېرمن وهاب په اته کلنۍ کې په یوې مشهوري نندارې کې چې عاطفه نومېده، رول ولوباوه چې د همغه کال لومړنۍ هنري جایزه یې د ځان کړه.

انیسه وهاب په ډېرو راډیویې او تلویزیوني تمثیلي ټوټو ، هنري فلمونو او تیاتر کې اصلي رول لوبولی دی.

هغې نژدې اته کاله په کابل کې د بي بي سي راډیو د تعلیمي پروګرامونو په څانګه کې له نوي کور نوي ژوند ډرامې سره همکاري کوله.

د افغان فلم د ادارې مشر انجنیر لطیف د انيسه وهاب د هنري کارونو په اړه وایې :

''هغې ډېر فوق العاده کارونه کړي دي، یانې په هغه کچه لوړ چې له توانه وتلي وو. که چېرې د ملي راډیو تلویزیون آرشیف وګورﺉ، ډیری کارونه د انیسې وهاب دي چې د بیلا بیلې برخې یې تمثیل کړي دي او ښه ځلیدلې ده .''

ښاغلي لطیف دغه مېرمن په افغانستان کې د ښځینه لوبغاړو په کتار کې تر ټولو مشهوره او د فوق العاده استعداد لرونکې وبلله او وې ویل چې هغې د هنر په برخه کې د ښه ځلېدو لپاره ډېرې سړې تودې وګاللې.

انیسه وهاب ډېرو هېوادونو ته هنري سفرونه کړي او د هېواد د ننه او بهر کې یې مډالونه او ستاین لیکونه ګټلي دي.

ازبکستان په تېر کې دغې افغانې هنرمندې ته د نانځکو د تیاتر په برخه کې فوق العاده دپلوم ورکړ او دغه راز یې له تاجکستان څخه هم ډېرې نندارې وړاندې کړې، چې د هغه هېواد ستاین لیکونه یې تر لاسه کړل.

مېرمن وهاب جاپان او امریکا ته هم په خپلو هنري سفرونو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.

د صداقت مدال، د ویاړ نښان او تر ټولو ښه او وړ هنر مندۍ لقب هغه څه دي چې د افغانستان د هنري او کلتوري ادارې لخوا ورکړل شوي دي.

انیسه وهاب په دې وروستیو کې د افغانستان د دولتي راډیو تلویزیون د نمایشنامو په څانګه کې د رسمي کارکوونکې په توګه په کار بوخته وه او تر څنګ یې په ځینو نورو راډیو ګانو کې یې هم هنري فعالیت کاوه.

دغې ممثلې په افغاني ټولنه کې لوړ شهرت درلود او ډېری افغانان د هغې له کارونو او هنر سره آشنایې لري.

انیسه وهاب تېره شپه وروسته له دې چې د مغزي تومور له امله یوه میاشت په بستر پرېوته د ۵۳ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.