د هلمند والي د وژنې په تور نيول شوي ايټالويان خوشي شول

مايو پاګاني يو له نيول خوشي شوو ايټالويانو دی.
Image caption مايو پاګاني يو له نيول خوشي شوو ايټالويانو دی.

په افغانستان کې هغه درې ايتالويان خوشې شوي چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې له طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوي وو.

د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي چې نوموړي درې تنه د هغو څېړنو په پايله کې بې گناه راوتلي چې ددغې ادارې لخوا په تېرو څو ورځو کې وشوې.

له دغو ايتالويانو سره پنځه افغانان هم خوشې شوي، خو يوبل افغان په زندان کې ساتل شوى دى.

د افغانستان د ملي امنيت يا استخباراتو ادارې هلمند کې د ايمر جنسي د روغتون ددرېو ايتالوي کارکونکو د خوشي کيدو په اړه ډير جزييات نه دې ورکړي او يوازې په دې اړه په خپرې شوې اعلاميې کې يې دومره ويلي دي چې تحقيقاتو يې وښوده دوى بيگناه وو .

د افغانستان د ملي امنيت ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې داهم راغلي چې له نوموړو کسانو سره د هلمند د ايمرجنسي پنځه افغان کارکوونکي هم خوشې شوي، خو يوتن يې لاهم له دوى سره پاتې دى.

د دغې ادارې وياند سعىد انصاري له بي بي سي سره په خبرو کې په دې اړه چې نوموړى افغان يې ولې ساتلى څه ونه ويل، خو فکر کېږي چې له هغه نه به د قضيې په اړه نورې پوښتنې گروېږنې وشي.

په کابل کې د ايتاليا سفارت هم د خپلو دريو هيوادوالو د خوشې کېدو خبره منلې، خو په دې اړه يې چې دغه کسان څنگه خوشې شوي، مالومات نه دي ورکړي.

ملي امنيت منلې چې د هلمند په ايمرجنسي کې موندل شوي چاودېدونکي توکې د هغۀ پلان لپاره تيار شوي و چې په وينا يې د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا طرحه شوى و او د تر سره کولو لپاره يې د ايمرجنسي له يوه باصلاحيته کارکوونکي په زور او جبر کار اخيستل کېدۀ .

خو کله چې لس ورځې وړاندې هلمند کې د ايمرجنسي دغه درې ايتالوي او شپږ افغان کارکوونکي ونيول شول، د والي گلاب منگل له خوا سملاسي تورن شول چې له طالبانو سره په هملاسي يې غوښتل دى ووژني:

"د دوی له پروګرام سره سم، د ايمرجنسي روغتون يوه بهرني کارکوونکي زما د وژلو لپاره پڼځه سوه زره ډالر ترلاسه کړي وو."

خو د والي وياند ويلي وو له دوی سره شپږ نيول شوو افغانانو په ايمرجنسي روغتون کې د عالمانو، ژباړنو او امنيتي ساتونکو په توګه کار کاوه.

د ايمرجنسي روغتون چارواکو چې مرکز يې د ايتاليا په ميلان ښار کې دى له همغه لومړي سره د والي له خوا ددوى پر نيول شويو کارکونکو لږيدلي تورنه رد کړل.

په همد ې حال کې د ايتاليا لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير دخپلو نيول شويو وگړو په اړه انديښنه وښوده او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل چې د هغوى په اړه دقيقه او هراړخيزه پلټنه وکړي .

پر دغو ايتالويانو او دهغوى پر افغان ملگرو د لگيدلو تورونو سختوالي او د پيښې په اړه بهرنيو فشارونو ته په کتو په دې اړه گڼې پوښتنې راپورته کيږي چې اوس يې ځوابول يو گران کار دى.

ورته مطالب