په کابل او کندهار کې درنې چاودنې وشوې

کابل کې د يوې مخکنۍ چاودنې عکس ګورﺉ
Image caption کابل کې د يوې مخکنۍ چاودنې عکس ګورﺉ

د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د ۱۱۱ مې فرقې په اړونده سيمه کې درنه چاودنه وشوه .

لومړني رپوټونه وايي په چاودنه کې يو افغان سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ويلي چاودنه د درنو وسلو د تمرين پرمهال وشوه، چې په وينا يې اوسمهال د چاودنې د لامل په اړه پلټنه روانه ده .

د بريد پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده .

د دغې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، چې په چاودنه کې ګڼو بهرني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو لاتراوسه کومې رسمي سرچينې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د کابل هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قوماندان محمد اصف جبارخېل رسنيو ته ويلي چې بريد شاوخوا يوولس نيمې بجې وشو .

طالبانو ويلي چې بريد د حافظ عبدالقهار په نامه چې د کندوز اوسېدونکی و، کړی دی.

نوموړي ويلي بريد د بهرنيانو لخوا د افغان ځواکونو د روزنې پرمهال شوی .

بل خوا د کندهار ښار په لوېديځ کې درنه چاودنه شوې.

ورته مطالب