اروپا الوتنې پيلوي

الوتنې
Image caption اروپا د الوتنو د پنځو ورځو له پټپه ولاړ حالت ورسته، پر الوتنو بنديزونه لرې کوي

له پنځو ورځو وروسته چې په سل ګونو زره سپرلۍ په کې په بېلابېو سيمو کې بند پاتې شوي، اوس داسې ښکاري چې پر الوتنو به ځينې لګېدلي بنديزونه پورته شي. د اورغورځوونکي ايرو ورېځې چې د دغو بنديزونو لامل شوې، لرې کېدونکې دي. دا په دې معنا چې په اروپا کې يو شمېر هېوادونه باور لري دوی به وتوانېږي چې د خپلې هوايي فضا بشپړه يا نيمه پرانيزې.

دغه پرمختيا د هوايي شرکتو او هوايي ډګرونو له نيکو وروسته راځي چې وايي پر الوتنو بنديز له احتياط زيات ګام و. خو چارواکي ټينګار کوي چې خونديتوب تل لارښونکی بنسټ دی. خو د راتلونکلي ساعتونو يا ورځو اټکل څه دی؟

د هوا حالت مثبتې نښې

په تېرو پنځو وروځو کې د لومړي ځل لپاره د هوا حالاتو وړاندوينې چې د ايرو د سترو ورېځو نه ماتېدونکی پرمختګ يې څاره، اوس يې يو څه خبرونه ورسره راوړي دي. د سه شنبې سهار لپاره د کمپيوټر وړاندوينه ښيي چې د بريتانيا شمال لور به اسمان مخ په پاکېدو وي. له دې پرمختيا سره د بريتانيا د هوايي چلن کنټرول ادارې (ناټس) ويلي دوی پلان لري چې د سه شنبې سهار د رڼا له لومړيو شېبو سره د خپل هېواد فضا بيا پرانيزي. د دغې ادارې وياند (الېکس برېسټل) وايي:

((موږ به دې ته سترګې په لار و چې د سکاټلنډ او شمالي ايرلنډ د پاسه د (۷) بجو په شاوخوا کې يوه اندازه الوتنې بيا پيل کړو، باد په سم لور لګېږي، او د لوخړو ورېځې هم روانې دي، چې کېدی شي د بريتانيا په نورو برخو کې ښکته لور انګلستان او وېلز کې هم نور خدمتونو پيل شي، موږ چمتو يوو دا کار پيل کړو، تر هغه چې موږ پوهېږو چې د الوتکو په وړاندې د ايرو ورېځې نه شته چې په خوندي ډول الوتنې ولري))

د باد لګېدنې له اوسني حالت سره چې په هوا کې ايرې د جنوب ختيځ لور ټېل وهي، په شمالي اروپا کې نور هېوادونه هم ورته ګامونه اخلي. په جرمني، فرانسه او بلژيک کې د الوتنو چارواکي هم تکل لري په سه شنبې د الوتنو پر مخ خپلې هوايي لارې پرانيزي. د اروپايي ټولنې د ترانسپورټ وزيران چې د وېډيويي کنفرانس لارې يې غونډه درلوده، په اړه سره سلا شوي چې د دغې لويې وچې د نه الوتنې پراخه سيمه راکمه کړي، د دې لپاره به دوی چې د په ټپه ولاړو الوتنو حالت مات کړي، په هوا کې خوندي ليکې پرانيزي.

مرکزی خدمتځای

اسپانيا د دوشنبې په ورځ د پام جلبونې ساحې ته ورمخکې شوه، د يو داسې يوازيني هېواد په توګه چې ټول هوايي ډګرونه یې پرانيستي دي، چارواکيو يې وړانديز کړی چې د يو مرکزي خدمتځای په توګه کار وکړي. دوی وايي هغه سپرلۍ چې اروپا ته د تلو پر لار بند شوي، هلته ښکته شي او بيا د مځکې لته لارې په اورګاډي يا بسونو کې خپل وروستي منزل روان شي. اروپايي ټولنې په دې اړه نيوکې يوې خوا ته کړې چې دوی روانې ستونزې ته په ځواب کې ډېر ورو وو، په سل ګونه زره سپرلۍ بند پاتې شوي او هوايي شرکتونو ته يې يو مليارډ ډالره تاوان اړولی دی.

Image caption ګڼ شمېر سپرلۍ په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې بند پاتې دي

د اروپا د ترانسپورټي چارو ادارې مشر (سييم کالاس) ټينګار وکړ چې د پولو بېلابېلو اړخونو ترمنځ همکارۍ کار ورکړی دی:

((وزيرانو له د کمسيون نه غوښتنه وکړه داسې تدبيرونو ته لار هواره کړی چې له بېلابېلو ټرانسپورټي لارو له بېرته ستنېدنې سره مرسته وکړي. موږ به له خپل وس سره سم په دې برخه کې تدبيرونه سره همغږي کړو))

د بريتانيا حکومت شاهي سمندري ځواک درې پوځي بېړۍ استولې چې له خلکو سره د انګريزي سمندري تنګي په اوږدو کې د خلکو په لېږدولو کې مرسته وکړي. که څه دغه بېړۍ خورا سترې دي، خو بيا هم د هغو ۱۵ زره بريتانويانو لېږدونې هيله نه شي پوره کولی چې په بهر کې بند دي. خو د غور غورځوونکي بړاس چې خورا زياتې ايرې يې د مځکې هوايي پوښت ته پورته کړې، دوام لري، د هوا پېژندنې کارپوهان ګواښنه کوي دا لا ډېره لرې ده چې وويل شي د الوتنې شرايط به د تل لپاره ښه شي که څنګه؟