افغانستان کې د پارلماني ټاکنو لپاره نوم ليکنه پيل شوه

ولسي جرګه
Image caption د ولسي جرگې ځينې غړي په دې باور دي چې د ټاکنو په قانون کې ولسمشر ته ډير صلاحيتونه ورکړل شوي چې دا د دوى په وينا د ټاکنو پر روڼوالي او پايلو ناوړه اغيز شيندلى شي.

په افغانستان کې د ولسي جرگې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې بهير نن په رسمي ډول پيل شو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي هر ولايت يوه ځانگړې انتخاباتي حوزه ده او کانديدان کولاى شي په خپل ولايت کې د انتخاباتي سيالۍ لپاره نومونه وليکي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرگې ټاکنې څه د پاسه څلور مياشتې وروسته و شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي د ولسي جرگې د کانديدانو د نوم ليکنې لپاره يې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې بشپړ چمتوالى نيولي دي.

د کميسيون چارواکي وايي د ولسي جرگې د کانديدانو د نوم ليکنې بهير به له نن نه نيولې تر راتلونکو دوو اونيو پورې دوام وکړي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشاء سرپرست ذکريا بارکزى وايي د ولسي جرگې د نوماندو لپاره هر ولايت يوه انتخاباتي حوزه ده خو کوچيان کولاى شي په هر ولايت کې سيالۍ ته ودريږي او د کانديدانو په لست کې نومونه وليکي.

ښاغلى بارکزى وايي هغه کسان چې غواړي د ولسي جرگې ټاکنو ته ځان ونوموي بايد افغان وي، د محکمې له لوري په بشري ضد جرمونو نه وي تورن شوى او د ٢٥ کلنۍ عمر يې پوره کړى وي:

'' يو هغه شرايط چې په اساسي قانون کې په پام کې نيول شوي دي. که څوک غواړي ولسي جرگې ته ځان ونوموي بايد افغاني تابيعت ولري،د محکمې له لوري په جرم تورن شوى نه وي او دريم دا چې ٢٥ کلنۍ عمر يې پوره کړي وى خو ځينې نور شرايط بيا د ټاکنو په قانو ن کې ورته په پام کې نيول شوي لکه يو کس د خپل په ملاتړ بايد د ١٠٠٠ رايه ورکونکو لست ولري او د ټاکنو کميسيون ته بايد ٣٠ زره افغانۍ د امانت په توگه ورکړي.''

افغان چارواکي وايي د ولسي جرگې لپاره د نوم ليکنې د بهير په پيليدو په لسگونه کسان په پلازمينې کابل او نورو ولايتونو کې د ټاکنو د کميسيون سيمه ايزو دفترونو ته ورغلي دي.

د ټاکنو د کميسيون د دارالانشاء سرپرست ښاغلى بارکزى وايي په را روانو ټاکنو کې به هغو کسانو ته په انتخاباتي سيالۍ کې د دريدو اجازه ورنکړل شي چې د ده په وينا وسلوال دي او يا د وسلوالو نامسولو ډلو غړيتوب لري.

خو دا چې د ولسي جرگې د را روانو ټاکنو پر وړاندې څه ننگونې شته؟ يو ځل بيا ښاغلى بارکزى:

''باید ووايم زموږ پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ ناامني ده، په ځينو ځايونو کې ناامني نېغ په نېغه زموږ پر کار تاثیر کوي، همدارنګه په افغانستان کې د دويمو پارلماني ټاکنو په اړه د خلکو مالومات لږ دي، زياتره خلک د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو ترمنځ توپير نه شي کولی.''

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د دغه هيواد په سياسي بهير کې د ښځو پر وړاندې پرتو ستونزو ته په پام سره وايي هڅه کوي چې په را روانو ټاکنو کې د ښځو ونډه پراخه شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون پر داسې مهال د ولسي جرگې د نوماندو د نوم ليکنې د پروگرام له پيلولو خبر ورکوي چې څه موده وړاندې د افغانستان ولسي جرگې د ټاکنو قانون د رايو په اکتريت رد کړ.

د ولسي جرگې ځينې غړي په دې باور دي چې د ټاکنو په قانون کې ولسمشر ته ډير صلاحيتونه ورکړل شوي چې دا د دوى په وينا د ټاکنو پر روڼوالي او پايلو ناوړه اغيز شيندلى شي.

خو افغان حکومت د دې ترڅنگ چې دغه ادعاوې نه مني وايي د اساسي قانون پر بنسټ د افغانستان ولسي جرگه د خپلې دورې په وروستي تقنيني کال کې نشي کولاى د ټاکنو پر قانون بحت وکړي.

ورته مطالب