جېمز بونډ لړۍ وروستي فېلم جوړولو کار درېدلی

ډانييل کرېګ
Image caption ډانييل کرېګ د جېمز بونډ لړۍ په وروستيو دوو فېلمونو کې رول لوبولی دی

د (جېمز بونډ) فېلمونو لړۍ جوړولو شرکت اعلان کړی چې د دغې لړۍ د وروستي فېلم کار درېدلی دی. دغه شرکت چې (مايکل وېلسن) او (باربرا بروکلي) يې څښتنان دي، ويلي د فېلم جوړونې چارې له دې امله درېدلې چې د فېلم وېشنې شرکت (مېټرو ګولډن مايرز) د پېرودونکيو په موندلو کې پاتې راغلی دی.

د (مېرټرو ګولډن) شرکت اوسمهال د (ډی وي ډي) فېلمونو خرڅلاو کچې د ټيټوالي له امله، له پراخو مالي ستونزو سره مخامخ دی، او څه د پاسه (۳،۷) مليارډ ډالره پوروړی دی.

دغه شرکت له ۱۹۶۲ کال راهيسې تر اوسه د (جېمز بونډ فېلمونو) لړۍ ۲۲ فېلمونه جوړ کړي، او اوس اټکل و د دغې لړۍ راتلونکی فېلم د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو په ترڅ کې په سينما ګانو کې نندارو ته وړاندې شي.

بريتانوي فېلم ستوري (ډانيېل کرېګ) چې د ۲۰۰۶ کال د (شاهي کازينو) په ګډون يې د دغې لړۍ په دوو وروستيو فېلمونو کې د (جېمز بونډ) رول لوبولی، وويل دی پر فېلم جوړونکيو پوره باور لري، او هيلمن دی پر وروستي فېلم هر څومره ژر چې شونی وي کار پيل شي.

د يادونې وړ ده چې د سينما په تاريخ کې د (جېمز بونډ) فېلمونو لړۍ تر ټولو اوږده ده، چې د مشهور انګريزی جاسوس (جېمز بونډ) رول په کې شپږو فېلم ستوريو لوبولی دی.

دغه فېلم ستوري (شون کونريSean Connery ، جورج لازېنبي George Lazenby، روجر مور Roger Moore ، ټيموتي ډالټن Timothy Dalton، پيېرس بروزنان Pierce Brosnan، او دانيېل کرېګ Daniel Craig) وو، چې په دغې لړۍ کې يې د جېمز بونډ رول لوبولی دی.